د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: يو شمېر کسان له ځوانانو د يوې وسيلې په توګه د ګټې اخيستو هڅه کوي

غني: يو شمېر کسان له ځوانانو د يوې وسيلې په توګه د ګټې اخيستو هڅه کوي

Aug 12, 2017 - 18:40

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): ولسمشر غني په هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د سولې او امنيت ټينګښت په برخو کې د ځوانانو رول مهم وباله او زياته يې کړه، يو شمېر کسان هڅه کوي چې ځوانان د ژبې او قوم په نومونو سره ووېشي، خو ځوانان بايد د نفاق مخه ونيسي.

ولسمشر غني نن په ارګ کې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې په مراسمو کې وويل، په هېواد کې له اوسني بحران څخه د وتلو يوازېنۍ لار د ځوانانو يو موټى کېدل او يو کېدل دي چې يوازې ځوانان د افغانستان دښمنان منزوي کولى شي.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې وويل: "ځينې کسان غواړي چې له تاسو څخه د يوې وسيلې په توګه ګټه پورته کړي، سره ومو وېشي. د دې ځاى ياست، د دې قوم ياست، د دې ژبې ياست، مسلمان او افغانان ياست، هېڅکله هم نفاق ته ځاى مه ورکوئ. څوک چې راغلي او ستاسو جلاوالى غواړي، يو- دوه ساده پوښتنې ترې وکړئ، په تېرو ٤٠ کلونو کې مو له وېشلو څه ګټه پورته کړه؟ د دې ٤٠ کلونو د وېش ځواب راکړئ."

نوموړي ټينګار وکړ، افغانان فاسد نه دي، خو يو شمېر کسان د فساد له لارې غواړي ويجاړي رامنځته کړي، خو کله هم چې افغانان سره يو موټى شوي، هېڅوک يې هم پر وړاندې د درېدو وس نه لري، بايد په هېواد کې د اوسنيو بحرانونو له منځه وړلو لپاره سره اتحاد وکړئ.

غني د دې خبرې په څرګندولو سره چې ځوانان د افغانستان د دښمنانو د انزوا کولو وړتيا لري، وويل چې ځوانان بايد د همدې لپاره کار وکړي او څوک چې نفاق ته لمن وهي؛ بايد منزوي يې کړي.

غني دغه راز وويل:  "دښمنان مو غواړي چې يوازې په بحران کې ژوند وکړو، يوازې پر اهميت تمرکز  وکړو او ژوند، پوهه او اقتصاد يوې څنډې ته پرېږدو، خو بايد په دې پوه شي چې افغانان هر لوري ته پام کوي."

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "د افغانستان دښمنان، خلکو ته د مرګ، پر جوماتونو او لمونځ کوونکو د بريد پيغام لري، خو زموږ پيغام د ژوند پيغام دى، د هيلې او باور پيغام دى او دا درسره ژمنه کوم چې افغانستان به په هره بيه جوړوم."

ولسمشر د امنيتي ځواکونو په ګډون د ځوانانو زړورتيا او وړتيا ته په اشارې سره وويل، ځوانان هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې قرباني ورکوي او د دښمنانو پر وړاندې له خپل وطن او ناموس ساتلو دفاع کوي.

ولسمشر څرګنده کړه، افغانستان اوسمهال نه يوازې ځوان نسل، بلکې يوه ځوان فکر ته هم اړتيا لري چې بايد د تحول او بدلون لپاره هلې ځلې وشي.

غني د دې خبرې په څرګندولو سره چې خپله ډېره سياسي پانګونه يې د دولتي ادارو پر ځوانېدو لګولې، خو دا يې هم ومنله چې د هغه ځينې ګومارنې د فساد  له امله  هم شوې دي.

ولسمشر دغه راز په هېواد کې په روانه اوونۍ کې د تدارکاتو پر ٨٠٠ بستونو، په راتلونکو دوه اوونيو کې د ملکي خدمتونو د  پنځه زره بستونو او په راتلونکې يوې مياشت کې د ښوونکو د اته زره بستونو له رامنځته کولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې د دغو ټولو بستونو لړۍ به په روڼ ډول پر مه ولاړه شي.

هغه وويل: "کارموندنه يوازې د تحصيل کړو ځوانانو لپاره نه ده، موږ بايد د بزګر، بڼوال، کارګر ځوان لپاره هم څرګنده پيغام ولرو، په راتلونکو څو اوونيو کې د کار موندنې بستونه اعلانيږي، چې خلک به ډېر ژر کار پيدا کړي."

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو هم وويل، چې د افغانستان په پرمختګ کې د ځوانانو رول ډېر مهم دى او دا د خوشحالۍ ځاى دى چې ځوانان د خپل هېواد د غوره راتلونکي او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

هغه د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ چې افغان ځوانان د خپل هېواد پياوړى ځواک دى او بايد مثبته ګټه ترې پورته شي؛ زياته کړه چې دوى د يوه باثباته او سوله من افغانستان ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو ټينګار کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement