د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

۲۵۰ ولسواليو کې د کرنيزو خدماتو منظمولو مرکزونه جوړېږي

۲۵۰ ولسواليو کې د کرنيزو خدماتو منظمولو مرکزونه جوړېږي

Aug 21, 2017 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۹۶): د کرنې او مالدارۍ وزارت پلان لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې د اروپايي ټولنې په همکارۍ د ۲۵۰ ولسواليو لپاره د کرنيزو خدماتو، ترويج او توليداتو د منظمولو مرکزونه جوړوي.

د دغو مرکزونو موخه په کليوالي ساحو کې د تلپاتې اقتصادي ودې او کار په مرسته د سوکاله او با ثباته ټولنې رامنځته کول دي چې لومړی پيل یې له ننګرهار  ولايت څخه وشو.

ياد وزارت د زمري په ۳۰مه په جلال اباد ښار کې د ختيځ زون د څلورو ولايتونو د کرنې رياستونو مسوولينو يو شمېر کروندګرو ته په همدې برخه کې روزنه هم ورکړه.

د دغه وزارت د ترويج عمومي رييس حميد الله همدرد وويل چې د کرنې وزارت په پلان کې لري په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې ۲۵۰ داسې مرکزونه جوړ کړي چې کروندګرو او بزګرانو ته به د کرنې او مالدارۍ د ترويج او توليداتو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام به لومړی په ازمايښتي بڼه په پنځوسو ولسواليو کې پلی شي او بيا به وروسته له نوو تجربو سره پاتې ۲۰۰ ولسواليو ته هم وغځول شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د ترويج عمومي رييس وايي، له دغه کار یې موخه په کليوالي سيمو کې د تلپاتې اقتصادي ودې او کار په مرسته د سوکاله، قوي او باثباته ټولنې رامنځته کول دي.

حميدالله همدرد هيله وښوده، چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به په ملي کچه د ترويج سيسټم ته پراختيا ورکړل شي او د کرنيزو توليدي عواملو د عرضې او خدماتو څخه به چټکه ګټه پورته شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحميزي وويل چې نن د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو د کرنې رياستونو مسوولينو او د کرنې برخې متخصصينو ته د ترويج په برخه کې ورکشاپ جوړ شو.

دی وايي چې د ترويج د منظم والي لپاره په ننګرهار کې د يو مرکز پرانيسته هم وشوه چې لومړی به د دغه ولايت په دوو ولسواليو بهسود او ښېوه کې کار پيل کړي او بيا به وروسته نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

د نورستان د کرنې رياست د ترويج مدير محمد جمعه محمدي چې په ياد پروګرام کې يې ګډون کړی و، وويل چې نورستان پراخ ځنګلونه او کرنيزې ځمکې لري؛ خو د ترويج او توليد په برخه کې ترې ځکه ګټه نه اخيستل کېږي چې کروندګر په پخوانيو طريقو کار کوي.

هغه هيله مندي وښوده چې په نورستان کې د دغه مرکز پرانيستل به کروندګرو ته دا وړتيا ورکړي چې له خپلو باغونو او کروندو پراخه ګټه پورته کړي او حاصلات لوړ کړي.

د يادولو ده، اوسمهال د هېواد ګڼ شمېر بزګران له همدې امله په خپلو کروندو او حاصلاتو کې تاوان کوي چې د کښت او حاصلاتو راټولولو طريقې يې ډېرې پخوانۍ دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement