د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان ولسمشر د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ

افغان ولسمشر د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ

Aug 22, 2017 - 14:40

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د افغانستان ولسمشر وايي، په اوسنۍ ګډه بين المللي جګړه کې د بنسټيز شریک له لوري د یوې دوامداره ژمنتیا په توګه د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کوي.

د امريکا متحدو ايالتونو نن د افغانستان او سيمې په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړه.

د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستان څخه نه باسي او ولسمشر يې ډونالډ ترامپ وايي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر به د افغانستان وضعيت ته په کتو وټاکل شي.

ټرمپ ويلي چې امريکا له افغان دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو هغه پتنځايونه له منځه وړي چې امريکا ته ګواښ دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر غنې د متحدو ایالتونو له حکومت څخه د قدرداني څرګندولو تر څنګ وویل: "پر خپلو پښو د درېدو، پر ترهګرۍ د بریالي کېدو، له دې شومې پدیدې څخه د سیمې هېوادونو ژغورلو او خطرونو د له منځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت له هڅو د امریکا د جمهور ريیس ټرمپ او د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوم."

د هغه په وينا، دغه نوې ستراتیژي به د غوڅ ملاتړ ماموریت ظرفیت لوړ کړي.

سرچينه زياتوي چې د دې ستراتیژۍ مشخص ټینګار د افغان هوایي ځواک پر پیاوړې کولو، د افغان ځانګړو ځواکونو د کمیت پر لوړولو او د ناټو سازمان پر پیاوړې کولو دی څو د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او له هغوی ملاتړ وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اعلان، د هغې حمایوي بستې یوه برخه ده، چې د بېوزلۍ په له منځه وړو، اقتصادي پانګونې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غوره تجهیز تمرکز لري، څو افغانان د ثبات او پر خپل ځان د بساینې موخو ته ورسېږي.

سرچينه ليکي چې افغان حکومت دغه لومړیتوب ګڼي چې د اصلاحاتو بهیر ګړندۍ کړي، له اداري فساد سره مبارزه وکړي، موثریت، روڼتیا او د قانون حاکمیت غښتلی کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ثبات تامین په برخه کې به دغه ستراتیژي د سیمې هېوادونو ته د دې زمینه برابره کړي څو د ګډو هلو ځلو له لارې د سولې او نېکمرغۍ په برخه کې ګډې موخې ترلاسه کړي.

همدا راز سرچينه زياتوي چې یاده ستراتیژي د سیمې هېوادونو لپاره هغه لاره وړاندې کوي چې د غیر دولتي عناصرو له ملاتړه لاس واخلي.

ولسمشر غني وېيلي: "زموږ مشارکت تر بل هر وخت غښتلی دی، څو د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې چې موږ ټول ورسره لاس او ګرېوان یو، بریالي شو. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځواک باید طالبانو او نورو ته روښانه کړي، چې هغوی له پوځي لارې نه شي بریالي کېدای. د سولې هدف، لوړ دی. سوله زموږ لومړیتوب دی."

به خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت د متحده ایالتونو له دغه تازه تاکید څخه چې د افغانستان امنیت د دې سیمه ییزې بستې یوه لویه برخه بولي هرکلی کوي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه ستراتیژي د کابل پروسې په ګډون د افغان دولت هغه نوښتونه پیاوړې کوي چې موخه یې په ګډه د سیمې هېوادونو امنیتي مسوولیت ادا کول دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement