د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حامد کرزي په نوې ستراتيژۍ کې د پاکستان په اړه د امريکا دريځ د عطف نقطه بللې

حامد کرزي په نوې ستراتيژۍ کې د پاکستان په اړه د امريکا دريځ د عطف نقطه بللې

Aug 22, 2017 - 19:03

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په نوې ستراتيژۍ کې د پاکستان په اړه د امريکا دريځ د عطف نقطه بللې، خو ويلي يې دي چې د سولې پر ځاى پر جګړې د امريکا ټينګار غندي.     

د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې چې نن اعلان شوه، دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستان څخه نه باسي او ولسمشر يې (ډونالډ ټرمپ) وايي چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر به د افغانستان وضعيت ته په کتو  وټاکي.

ټرمپ د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ اعلانولو تر څنګ ويلي چې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا موخې معلومې دي او دوى به "د ترورېستانو هغه پټنځایونه" له منځه يوسي چې د امریکا لپاره ګواښ دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي:"په  دغې ستراتیژۍ کې د سولې پر ځای چې د افغانانو اصلي او اساسي غوښتنه ده د جګړې پر دوام او پراخېدو تاکید شوی. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کوو او په کلکو ټکو یې غندو. 

سرچینه لیکی چې د افغانانو غوښتنه په هېواد او سیمه کې د دایمې سولې او ثبات ټینګښت دی نه د جګړې د اور پراخېدل او د وژنو او تخریب دوام.

په خبرپاڼه کې راغلي:" برعکس د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې د خبرو، مذاکراتو او سوله ییزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي، ترڅو د سیمې هېوادونه په سوله او امن کې یو له بله سره ژوند وکړي."

په خبرپاڼه کې ليکل شوي چې په یاده ستراتیژۍ کې یوازینۍ د عطف نقطه دا ده چې د امریکا متحده ایالتونو خپل پخواني اشتباهات منلي او ويلي يې دي  چې له دې وروسته به په پاکستان کې د تروریستانو د پټنځایونو په تړاو چوپتیا غوره نه کړي.

کرزي ويلي:"که څه هم  دا خبره په وار، وار د امریکا له حکامو څخه پخوا هم اورېدل شوې خو هیله ده چې دا ځل په خپلو ویناوو په جدیت سره عمل وکړي."

د پخواني ولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ په باب به خپل اساسي او هر اړخیز موقف د دغې ستراتیژۍ تر  دقیقې مطالعې وروسته په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement