د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتيار: يو شمېر ګوندونو د "ملي تفاهم مجمع" له جوړېدو سره مخالفت کړی

حکمتيار: يو شمېر ګوندونو د "ملي تفاهم مجمع" له جوړېدو سره مخالفت کړی

Aug 22, 2017 - 12:23

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د حزب اسلامي مشر وايي، ځينې ګوندونو د "ملي تفاهم مجمع" له جوړېدو سره مخالفت کړی او همدا لامل دی چې په دې اړه د ناستې جوړېدل له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر ليکي چې د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې تېره ورځ د بېلابېلو ولايتونو د ځوانانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وکړې.

حکمتيار په دې اړه د کومې ډلې نوم نه دى اخيستى او ويلي يې دي: "هغوی چې د دې غونډې له جوړېدو سره مخالفت کوي، په جنګ کې خپلې ګټې لټوي او غواړي چې دغه جنګ دوام وکړي او له دې لارې لا ډېر امتيازات ترلاسه کړي."

د حزب اسلامي مشر وايي، غوښتل يې چې د دې مجمع له لارې په خپلو کې د جګړې په پای ته رسولو، د سولې د ټينګښت په لارو چارو، د راتلونکو ټاکنو په ترسره کېدو، له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د بهير په پيلېدو او د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر موضوعاتو خبرې او په اړه يې پرېکړه وشي.

حکمتيار ويلي: "موږ ټولو خواوو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او هڅه مو دا وه چې د روژې په مبارکه مياشت کې سره راغونډ شو، خو داسې ښکاري چې ځينو لورو زموږ بلنه ونه منله او تر اوسه د دې مجمع په جوړېدو نه يو توانېدلي."

د هغه په وينا، که د يادو ټولو مسايلو په اړه اوس توافق ته رسېدل شوني نه وي، نو لږ تر لږه ټول لوري بايد د ټاکنو په تړاو يو پرېکړې ته ورسېږي او هغه داسې چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي، شفافې او عادلانه وي او پايلې يې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

حکمتيار وايي، ځينې کړۍ د جګړې پر دوام ټينګار کوي او د سولې له هڅو سره مخالفت کوي، خو ملت دا کسان پېژندلي او د هغوی د شعارونو تر اغېز لاندې نه راځي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement