د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبان: امريکا بايد د جګړې پر ځاى له افغانستانه د خپلو پوځيانو پر وتلو فکر کړى واى

طالبان: امريکا بايد د جګړې پر ځاى له افغانستانه د خپلو پوځيانو پر وتلو فکر کړى واى

Aug 22, 2017 - 13:27

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): وسله والو طالبانو د امريکا د نوې ستراتيژۍ په غبرګون کې ويلي، تر هغه به د امريکايانو پر وړاندې جګړه کوي چې  امریکايي مشران جګړه ییزه تګلاره تعقیبوي.

د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې چې نن اعلان شوه، دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستانه نه باسي او ولسمشر يې (ډونالډ ترامپ) وايي افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر به د افغانستان وضعيت ته په کتو وټاکي.

ټرمپ ويلي چې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا موخې معلومې دي او دوى به "د تروريستانو هغه پټنځایونه" له منځه يوسي چې د امریکا لپاره ګواښ دي.

وسله والو طالبانو د دې ستراتيژۍ په غبرګون کې ويلي: "داسې ښکاري چې امریکا لا هم نه غواړي خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي، هغوی د دې پر ځای چې حقایق درک کړي، لا هم خپل زور او ځواک ته مغرور دي."

طالبان په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ليکي: "تر هغو چې یو امریکايي عسکر هم زموږ په هېواد کې شتون ولري او امریکايي مشران جګړه يیزه تګ لاره تعقیبوي، موږ به پر پیاوړه روحیه، پوره عزم او لا ډېر متانت سره د هغوی پر وړاندې جهاد کوو."

د طالبانو په وينا، امریکا ته په کار وه چې د جګړې د دوام پر ځای يې نور له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو پر وتلو فکر کړی واى.

هغوى وايي چې که امريکا خپل پوځيان له افغانستانه ونه باسي نو افغانستان به د امريکا لپاره پر هديره بدل شي.

طالبانو ويلي چې افغانستان د هېچا لپاره ګواښ نه دی او نه له دې خاورې چا ته ضرر رسېدلى دى.

د هغوى په اند، په دې اړه  بېځایه ادعاوې او  د استخباراتي پروپاګنډ تر تاثیر لاندې راتلل د جګړو او بدبختیو لامل ګرځېدلي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement