د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټرمپ: افغانستان او پاکستان کې ترهګر له منځه وړو

ټرمپ: افغانستان او پاکستان کې ترهګر له منځه وړو

Aug 22, 2017 - 09:17

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستان څخه نه باسي او ولسمشر يې وايي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر به د افغانستان وضعيت ته په کتو وټاکل شي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سيمې  لپاره خپله ستراتيژي نن اعلان کړه.

ترمپ وویل چې له افغانستانه په بېړه د امريکايي پوځيانو وتل تشه رامنځته کوي.

دى وايي، که دغه تشه رامنځته شي نو د داعش او القاعدې ډلې به يې ډکه کړي او افغانستان کې به داسې څه رامنځته شي لکه د ٢٠٠١ کال د سپټمبر له ١١مې مخکې چې رامنځته شول.

دا په داسې حال کې ده چې د يادې ستراتيژۍ په اړه بحثونو کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتل او يا هم افغانستان کې د امريکا ماموريت نادولتي کمپنۍ ته سپارل هم شامل و.

ټرمپ وايي چې امريکا په ٢٠١١ کال کې په بېړه له عراقه خپل پوځيان و ايستل او پايله يې دا شوه چې لاسته راوړنې يې د امريکا دښمنانو لاسته ولوېدې؛ خو دى به د افغانستان په اړه داسې تېروتنه ونه کړي.

ټرمپ د افغانستان له دولت څخه ملاتړ اعلان کړ او د افغان ځواکونو پر پياوړي کېدو يې ټينګار وکړ.

د هغه په وينا، امريکا له افغان دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي خو د افغانستان د برخليک ټاکل د افغانانو په واک کې دي.

ټرمپ وايي: "امریکا د افغانستان ملاتړی او دوست هېواد دى، مګر هېڅکله به هم افغانانو ته دا حکم ونه کړو چې څنګه ژوند وکړي او څنګه خپله پېچلې ټولنه مدیریت کړي، موږ دلته ملت جوړونه نه کوو، بلکې تروريستان وژنو."

خو هغه زياته کړه: "زموږ ژمنه نامحدوده نه ده او زموږ ملاتړ سپين لاسليک شوى چک هم نه دى."

دا مهال په افغانستان کې ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان مېشت دي. د دغو پوځيانو ډېر يې د افغان ځواکونو پر روزنه او هغوى ته پر مشوره ورکولو بوخت دي.

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن مخکې افغانستان ته د ٤٠٠٠ نورو امريکايي پوځيانو استولوغوښتنه کړې وه.

د امريکا د ستراتيژۍ بله برخه د پاکستان په اړه ده.

د امريکا ولسمشر وويل، هېواد يې نه شي کولاى پاکستان کې د طالبانو په څېر ډلو د حضور په اړه چوپه خوله پاتې شي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل: "په افغانستان او پاکستان کې د امریکا اهداف معلوم دي، موږ باید د تروريستانو هغه پټنځایونه له منځه یوسو چې د امریکا لپاره ګواښ دي، باید په پاکستان او نوره نړۍ کې د دې مخنیوی هم وکړو چې اټومي وسلې د تروريستانو لاس ته و نه لوېږي چې د امریکا خلاف یې وکاروي."

هغه وايي پاکستان هغو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې، د چا خلاف چې امريکا مبارزه کوي، خو له دې سره سره  امريکا پاکستان ته له یادو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره ميلیاردونه ډالر مرسته کړې او دا هر څه باید ژر تر ژره بدلون ومومي.

ټرمپ زياتوي: "هېڅ هېواد نه شي کولای هغو ترهګرو ډلو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړي، څوک چې د امریکا خلاف کړنې ترسره کوي، اوس د دې وخت را رسېدلى چې پاکستان باید تمدن او سولې ته د ژمنتیا تعهد وکړي."

ټرمپ وویل چې د سوېلي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ بله برخه  د امریکا له ستراتیژیک ملګري هندوستان سره ملګرتیا ده.

ده هند د نړۍ یو مهم ډیموکرات او په اقتصادي او امنیتي برخه کې د امریکا یو ښه ملګری بللى او زياته کړې يې ده: "موږ  له هندوستان څخه مننه کوو چې د افغانستان په ثبات کې یې مهم رول لوبولی، هندوستان له امریکا سره د ميلیاردونو امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګري لري او موږ له هندوستان څخه غواړو چې د افغانستان په تړاو په تېره په اقتصادي برخه کې  له موږ سره لا زیاته مرسته وکړي ."

هغه وايي هېواد يې  ژمن  دى چې په سوېلي اسیا  کې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره خپلې هڅې جاري وساتي. 

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ويلي: "موږ به د ترهګرو خلاف جګړه کې د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او اجازه به ور نه کړو چې افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل شي."

 دى وايي:"د امریکا نوې تګلارې پخوانی تګلاره ماته کړه، طالبانو ته په ډاګه وایو چې جنګ نه شى ګټلی او  سیاسي مشروعیت ته د خبرو اترو او سولې له لارې رسیدلی شئ، او  له همدې لارې روان جنګ ته د پای ټکۍ کېښودلی شئ."

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر وايي، هېواد يې  افغانستان کې د سولې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او  له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د افغانستان له  ګاونډیانو هم غواړي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

دى زياتوي:" پاکستان ترهګرۍ ځپلى هېواد دى او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره موږ سره د  ترهګرۍ خلاف ګډې موخې لري، له پاکستان څخه غواړو چې  د ترهګرو خلاف جدي او مؤثر ګامونه پورته کړي."

د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو شمېر نه دى په ګوته شوى.

 د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، دى به  د ناټو له عمومي منشي او د امريکا له هغو متحدینو سره مشورې وکړي چا چې ورسره افغانستان کې د خپلو پوځيانو د  شمېر  زیاتولو ژمنه کړې.

هغه زیاتوي، دوى به په ګډه افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي تر څو افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement