د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان: خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل داوطلبانه دي

پاکستان: خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل داوطلبانه دي

Aug 25, 2017 - 10:16

اسلام اباد (پژواک، ٣ وږی ۹۶): د پاکستان د کډوالو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل داوطلبانه دي او د هغوی لپاره يې د زده کړو تر څنګ د ګڼو نورو کسبونو او مهارتونو زده کولو زمینه مساعده کړې ده.

پاکستان د افغانستان له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ په کچه په کې تر ټولو ډېر افغان کډوال له تېرو شاوخوا درېیو لسیزو راهيسې مېشت دي، خو په دې وروستيو کې خپل هېواد ته د دغو کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د پاکستان دکډوالو چارو وزارت کې د افغان کډوالو لپاره کمېشنر ډاکټر عمران زیب خان په اسلام اباد کې له افغان خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې وویل، تر دې دمه پاکستان کې د کډوالو لپاره کوم ځانګړی قانون نه و، خو اوس دغه قانون جوړ او نهايي شوی چې په عملي کېدو سره به يې د کډوالو شته ستونزې حل شي.

ده زياته کړه، له هېواده يې د افغان کډوالو ستنېدل جبري نه دي او په داوطلبانه ډول دوام لري چې     اوسه پورې (شاوخوا يوه کال کې ) ۴۸زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ روانه ده.

د هغه په وينا، په پاکستان کې يې د افغان کډوالو د راجستر لپاره هم کارونه ګړندي کړي چې شاوخوا شل مرکزونه په دې اړه کار کوي، خو تر ټولو مهم رول په کې افغان سفارت او حکومت لري، ځکه چې د هغوی له تصدیق وروسته کډوال راجستر کوي، وېزه او کارتونه ورکوي.

زیب خان وايي، پاکستان کې افغان کډوال دوه ډوله دي؛ یو هغه چې د امنیتي او نورو ستونزو په سبب راغلي او بېرته ځي، خو بله ډله بیا داسې دي چې دلته يې ودونه کړي، په تحصیل، سوداګرۍ او نورو چارو بوخت دي.

دى زياتوي، دلته دایمي کډوالو لپاره هم یو ځانګړی کارت ورکول کېږي، خو اړینه ده چې افغان حکومت ټولو ته پاسپورټونه ورکړي او پر بنسټ يې دا کډوال د بېلابېلو مودو لرونکو وېزو سره پاکستان کې قانوني ژوند وکړي. 

نوموړي د یوه افغان خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له لوري ځورول کېږي؟ وویل: ((سمه ده، پخوا داسې راپورونه وو، خو پولیس تر دې زیات پاکستانیان هم ځوروي، خو دلته د کډوالو په برخه کې ځانګړي بنسټونه، د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر او افغان سفارت سم د لاسه اقدام او د ستونزې مخنیوى کوي.))   

زیب خان د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ښوونيزو اسنادو کې ځنډ د افغان ستنېدونکو کډوالو په زده کړو کې د ځنډ لامل ګرځي، وویل: ((دا یوه مهمه ستونزه ده، خو موږ یې له خپله اړخه په وخت او له تګ سره سم خلاصوو، نور په افغان لوري پورې اړه لري چې اسناد نهايي کړي او افغانستان کې يې تعلیم کې ځنډ رانه شي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement