Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نيمروز کې زرګونه روږدي کسان په قبرونو کې ژوند تېروي

ټولنه

ارشيف

په نيمروز کې زرګونه روږدي کسان په قبرونو کې ژوند تېروي

Aug 27, 2017 - 15:43

زرنج (پژواک، ٥ وږى ٩٦): د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې پر نشه يي توکو نږدې ٤زره روږدي په بد وضعيت کې دي چې په قبرونو کې او د سړک پر غاړو ژوند کوي.

د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست سرپرست محمدعلي غمي چې د "نشه يي توکو پر زيانونو د خلکو د خبرېدو" په غونډه کې يې خبرې کولې، وويل چې په دغه ولايت کې ٣٧٠٠ پر نشه روږدي کسان چې سرپناه نه لري د زرنج ښار د سړکونو پر غاړه او قبرونو کې شپې ورځې تېروي.

هغه زياته کړه: "که څه هم چې امنيتي ځواکونه د عامې روغتيا او له نشه يي توکو سره د مبارزې رياستونو په همغږۍ  سره کله کله د زرنج ښار په کچه يو شمېر دغه کسان راټولوي او د درملنې مرکزونو ته يې لېږدوي؛ خو دا چې نيمروز يو سرحدي ولايت دى او د نورو ولايتونو د اوسېدونکو تګ راتګ هم ډېر دى، د روږدو کسانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي."

هغه په نيمروز ولايت کې د کوکنارو د کرکيلې په اړه وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې پر ٥٤٧٠ هکتاره ځمکه نشه يي توکي کرل شوي وو چې ٤٥ هکتاره يې تخريب شول؛ خو له دې امله چې ډېرى کرل شوې ځمکې د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي، خو امنيتي ځواکونو يې د ويجاړولو توان نه دى موندلى.

 

د نيمروز والي محمدسميع نشه يي توکي د ټولنې او ځوان نسل له منځه وړونکي وبلل او ويې ويل چې پر دولت سربېره خلک، په ځانګړې توګه ديني عالمان هم دنده لري خلکو ته له نشه يي توکو د ځان ساتنې په اړه اړين پوهاوى ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې دولت د نشه يي توکو له کروندګرو او لېږدوونکو سره جدي چلند ته ژمن دى.

له بلې خوا هم په زرنج کې د روږدو  د درملنې مرکز مسوول ډاکتر سيدخليل شاه کاظمي هم وويل چې په زرنج کې پر نشه يي توکو ډېرى روږدي هغه کسان دي چې د کار لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللي او هلته پر نشه روږدي شوي دي.

نوموړي وويل چې د کار او روحي فشار او له هېواده لرې والی د دې لامل شوي چې دغه کسان روږدي شي او زياته يې کړه چې په زرنج ښار کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى، پر نشه د روږدو کسانو د زياتېدو بل لامل دى.

که څه هم ده وويل چې دولت د روږدو په راټولولو کې خپله هڅه کړې ده او په زرنج کې د روږدو د درملنې ۵۰ او ۲۰ بستريز دوه مرکزونه شته، خو د سرچينې د معلوماتو له مخې چې په زرنج ښار کې نږدې لس زره روږدي دي او رسېدنه ورته ستونزمنه خبره ده.

محمد اقبال چې پر نشه يي توکو روږدى دى، وويل چې د کار پيدا کولو په موخه له هېواده بهر تللى و او هلته پر نشه يي توکو روږدى شوى دى.

هغه چې د فراه اوسېدونکى دى، زياته کړه چې د کار فشار ورباندې ډېر و، د دې لپاره چې درد احساس نه کړي، نشه يي توکو ته يې مخه کړې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement