د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حزب اسلامي د کابل او شينډنډ بريدونه وغندل

حزب اسلامي د کابل او شينډنډ بريدونه وغندل

Aug 29, 2017 - 19:03

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٦): حزب اسلامي په کابل کې د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګى او د هرات په شینډنډ کې هوايي بريد چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې په سختو ټکو غندلي دي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر نوي کابل بانک ځانمرګې بريد کې چې مسووليت يې وسله والو طالبانو اخيستى، پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي. خو طالبان دعوه کوي چې په بريد کې د دولتي امنيتي ځواکونو ډېر کسان وژل شوي دي.

 دغه راز د هرات ځايي چارواکيو ويلي چې پرون د دغه ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په بخت اباد کلي کې د طالبانو پر يوه مرکز په هوايي بريد کې ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي. هغوى وايي چې په بريد کې يو شمېر طالبان هم وژل شوي دي. ځينو سيمه ييزو سرچينو ويلي چې دغه بريد بهرنيو ځواکونو کړى دى.

حزب اسلامي د اعلاميې په خپرولو سره دغه دواړه بريدونه غندلي دي.

په اعلاميه کې راغلي:"حزب اسلامي افغانستان ټول هغه عمليات او چاودنې په كلكو الفاظو او په ټول شدت سره غندي چې له كبله يې عام ولس ته مرګ ژوبله اوړي، د جوماتونو، بازارونو او روغتونونو په څېر عام ځايونو كي بريدونه نه يوازې د اسلامي لارښوونو او ديني ارزښتونو مغاير عمل دی، بلكې د هغه چا كار دی چي نه پر خداى باور لري، نه اسلام ته التزام او نه په سينه كې انساني زړه."

حزب اسلامی ویلي چې د دا راز چاودنو او وژنو تر شا د اسلام د هغو كورنيو او بهرنيو دښمنانو لاس دی چې غواړي مسلمانان په خپلو منځونو كې وجنګوي.

سرچينه زياتوي:"افغانان رابولو چي د جنايتكارانو، اجرتي قاتلانو او هغو خبيثو ځواكونو په خلاف متحد شي او په ګډه یې مقابله وكړي چي د مظلومو افغانانو په وينو یې لاسونه سره دي."

په اعلاميه کې راغلي، حزب اسلامي په ټول قوت سره د روان دردناک حالت په پای ته رسېدلو کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement