د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش ۱۴ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۱۴ وسله وال وژل شوي

Aug 29, 2017 - 10:32

جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوې ښځې په ګډون د داعش ١٤ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د وږي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته بهرنیو ځواکونو د اچين ولسوالۍ اړوند په مامند درې ، مرغۍ او سات خان سيمو کې د داعش پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

ده وويل چې د بريدونو پر مهال د داعش د يوې ښځينه غړې په ګډون ١٤ کسان وژل شوي دي.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په يادو هوايي بريدونو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement