Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ښار د لوى اختر په درشل کې خپله څېره بدله کړې

کابل ښار د لوى اختر په درشل کې خپله څېره بدله کړې

Aug 29, 2017 - 18:08

کابل(پژواک، ٧ وږى ٩٦): د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې د لوى اختر په را نږدې کېدو سره کابل ښار د نورو ورځو په پرتله له ګڼې ګوڼې ډک شوى او د ګرځنده پلورونکو او کراچۍ لرونکو زياتوالى د دې لامل شوى چې د ښار عمومي واټونو کې هم ښاري نظم ګډوډ شي.

د کابل ښار مرکزي برخو هېڅکله د اوسمهال په څېر ګڼه ګوڼه نه درلوده، په دې ورځ کې زرګونه  کسان کابل ښار  ته راځي، څو د اختر د لمانځې لپاره وچې او تازه مېوې، نور توکي او جامې واخلي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې د کابل ښار د مرکز بېلابېلو سيمو ته تللى وايي چې د کابل ښار مرکز، نوي ښار، ميرويس ميدان، مريم لېسې بازار او ځينو نورو ساحو کې ګرځنده پلورونکي ډېر شوي او سلګونه لاس پلورونکي او کراچۍ لرونکي د واټونو پر غاړو ليدل کېږي.

هغه زياتوي چې يو شمېر لاس پلورونکو له وچو مېوو سره د سړکونو په اړه د درېيو مترو په اوږدوالي او درېيو تر پنځو مترو په پلنوالي سره عمومي واټونه او لارې نيولې او په پلو لارو د خلکو د تګ راتګ او په عمومي لارو د موټرو د تګ راتګ خنډ ګرځي.

په کابل ښار کې يوه موټر چلوونکي محمد يونس په ښار کې د ترافيکو له ګڼې ګوڼې شکايت وکړ او ويې ويل چې د دهمزنګ له نواباد نه تر ده افغانانو پورې پنځه دقيقې لار ده، خو دا واټن يې په ٤٠ دقيقو کې وهلى دى.

هغه زياته کړه:((د سهار له شپږو د غرمې تر لس نيمو بجو پورې يې درې سوه افغانۍ کار کړى، خو د ترافيکي ګڼه ګوڼې له امله يې له ٣٠٠ افغانيو ډېر تېل مصرف کړي دي.))

نوموړي وويل چې پلې لارې او عمومي واټونه د دوکاندارۍ ځاى نه دى، هر ځاى ګرځنده پلورونکو هټۍ جوړې کړې، ترافيک او پوليس ترې پيسې اخلي او څه نه ورته وايي.

د رضا محمد په نامه يوه بل موټر چلوونکي هم ورته شکايت وکړ او ويې ويل چې د کابل ښار د ګرځنده پلورونکو له لاسه ګڼه ګوڼه زياته شوې، د کابل ترافيک او پوليس بايد دغه ستونزه حل کړي.

د احمد ضياء په نوم يو کس چې لاس کراچۍ لري، وايي:(( پوليس هغو کسانو ته چې کراچۍ لري، د درېدو جازه نه ورکوي، خو هغه چې په عمومي سړک توکي پلوري او دوى ته رشوت ورکړي، څه نه ورته وايي.))

د کابل اوسېدونکي نصر احمد چې د وچې مېوې اخيستلو لپاره ښار ته راغلى، وايي چې د اختر د ورځو په را نږدې کېدو سره کابل ښار خپله بڼه بدلوي او ښار هم له ګڼې ګوڼې ډک وي.

هغه وويل چې په دې ورځو کې په ښار کې ګرځنده پلورونکي زيات شوي، دا موضوع د ترافيکي ګڼه ګوڼي سبب شوې او اکثره واټونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي، د دې تر څنګ خلک هم په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د پوليسو له لوري د پيسو اخيستلو خبره رد کړه او ويې ويل:(( کوم کسان چې د پوليسو په نوم پيسې اخلي، قانوني چلند به ورسره وشي.))

نوموړي وويل چې دا ستونزه به له اختر نه وروسته حل شي:((د ستونزې د حل لپاره کابل ښاروالۍ، ١٠١ اسمايي زون او څارنوالۍ ګډه ناسته درلوده، پلان ونيول شو چې دوى ته ځانګړى ځاى وټاکي، څو چې له يوې خوا د ګرځنده پلورونکو ستونزې حل شي او له بلې خوا د ګڼه ګوڼې مخنيوى وشي.))

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د دويمې ناحيې مشر نجيب الله الکوزي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې کابل ښاروالۍ د معلولينو او معيوبينو ټولنو اړوندو ١٢٠ پلورونکو (کپه) ته له کلونو راهيسې د لوړو پوړو چارواکو لکه ملي شورا د حکم له مخې د اختر نه لس ورځې وړاندې د لنډ مهاله کارونو فرصت ورکوي.

الکوزي وويل، مني چې دا کار لارويانو ته ستونزې جوړوي، خو اړ دي چې د لوړو پوړو چارواکو د حکم له مخې د عمومي سړکونو پر غاړه اړمنو ته لنډ مهاله کار پيدا کړي، کابل ښاروالۍ ته يوازې سل زره افغانۍ ټکس ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، له بده مرغه چې يو شمېر معلوليت لرونکي له دې حسن نيت نه ناوړه ګټه اخلي او دوى ته مشخصه شوې ساحه نورو ته په لس زره افغانۍ کرايه ورکوي.

 د الکوزي په خبره، ډېر احتمال شته چې يو شمېر پوليس به غير قانوني پيسې اخلي، څېړنې څرګندوي چې يو شمېر امنيتي کسان د کابل ښاروالۍ له دې مجبورۍ ناوړه ګټه اخلي او يو شمېر نورو ګرځنده پلورونکو ته د پيسو په بدل کې د فعاليت اجازه ورکوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement