د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د روان کال تر وروستیو به د کندهار ښاروالۍ عواید ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي

د روان کال تر وروستیو به د کندهار ښاروالۍ عواید ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي

Sep 02, 2017 - 10:41

کندهار (پژواک ، ١١وږى ٩٦): د کندهار ښاروال وايي، ټاکل شوې ده د روان لمریز کال تر پایه د ښاروالۍ عواید ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي.

کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمل وویل، سږ کال یې تر دې مهاله ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي خو تمه ده چې د کال تر پایه ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د کندهار ښاروالۍ ټول عواید ۵۱۰ میلیونه افغانۍ وو چې په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوی رقم و.

دی وايي، له کابل ښاروالۍ وروسته کندهار ښاروالي د ډېرو عوایدو راټولولو په برخه کې دویم ځای لري.

د ده په خبره، د عوایدو ډېرولو عمده لامل د ښاري حکومتولۍ پیاوړې کول او په اړوندو چارو کې د فساد مخنیوی دی چې تر ډېره بریده کم شوی دی.

ښاروال زیاته کړه، تر دې مهاله له ترلاسه شوو ۳۵۰ میلیونه افغانیو عوایدو څخه یې ۳۲۰ میلیونه افغانۍ په پرمختايي چارو او خدماتو لګولي، څو اقتصادي څرخ  روان وي او په دې توګه د ښاروالۍ د عوایدو کچه نوره هم لوړه شي.

ده یادونه وکړه چې د پرمختیايي پروژو په تطبیق کې د کندهار ښاریانو ونډه او رول د پام وړ دي او یوه مسلکي علمي شورا یې جوړه کړې چې د پوهنتون استادان، دیني عالمان او مېرمنې یې غړي دي.

نوموړي په پرمختیايي برخه کې د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د یو شمېر پروژو یادونه وکړه چې د ځینو کارونه بشپړ شوي او د ځینو روان دي.

ده وویل، تر دې مهاله د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۰ کیلو متره اسفالت سړکونه جوړ شوي دي.

د دې تر څنګ تېر کال د کندهار ښار ۲۲ جریبه ساحه تر زرغون چاپېریال لاندې شوه چې سږ کال به ۴۰ جریبه نوره ساحه هم تر زرغون چاپېریال لاندې شي.

دی وايي، د ظاهرشاهي کانال اړوند حریمونه خلاص شوي چې تر عینو مېنې پورې به تر زرغون چاپېریال لاندې راوستل شي، په ورته توګه به د کندهار ښار په لوېدیځ کې د میرویس مېنې سړک چې د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د اتصال لاره ده، تر باغ پل پورې تر زرغون کمربند لاندې راشي.

ښاروال په اقتصادي برخه کې د کندهار ښار د احمدشاهي جادې په اوږدو کې د ملکیتونو له استملاک وروسته د ۱۳۰۰ دوکانونو او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو یادونه وکړه چې چارې یې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د کندهار ښار په لوېدیځ کې د میرویس مېنې په ساحه کې له خلکو سره په مشارکتي ډول ۴۰۰ بابه دوکانونه جوړ شوي دي.

په ورته توګه ده د کندهار ښار په شمال کې د اروزګان او شاولیکوټ ولسوالۍ د اډې او ۱۰۰ دوکانونو جوړولو یادونه وکړه چې چارې یې په بشپړېدو دي.

ولسمل د کندهار ښار په چوڼۍ سیمه کې د ښځینه مارکېټ لپاره د ۳۰ بابه دوکانونو د جوړولو یادونه هم وکړه.

ده وویل، د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې به د وچې مېوې لپاره مارکېټونه جوړ کړي او دغه راز به د ښار اړوند د کوتل مورچې په ساحه کې د ارتزاقي موادو د یوه لوی مارکېټ بنسټ هم کښېږدي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې د ملکیتونو د استملاک پر مهال بدیل ولري، د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۴۰۰ بابه سوداګریزو مرکزونو نقشه تر کار لاندې ده چې عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

ده د جمهوریت څلي او اړوندې څلورلارې یادونه وکړه چې د جوړولو چارې یې روانې دي. د ده په وینا په ورته توګه به د ښار اړوند مهم څلورلارې پراخ او په عصري بڼه ورغوي، څو د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.

دی وايي، هڅه کوي په دې توګه اقتصادي پرمختیا د کندهار ښار له مرکزي سیمې د ښار اطرافو ته وغځوي.

نوموړي زیاته کړه، کندهار ښاروالي توانېدلې چې د اقتصادي پرمختیا په برخه کې د مالیې وزارت بودیجه هم جذب کړي.

ده په دې برخه کې د کندهار ښار په منځ کې د پخوانۍ قول اردو پر ۷۵۰ جریبه ځمکه د ملي پارک د جوړولو په موخه د احاطې د دېوال لپاره د ۵۰ میلیونه افغانیو یادونه وکړه چې د مالیې وزارت له خوا ورکړل شوي دي.

نوموړي د عمر بن خطاب د لوی جامع جومات یادونه وکړه چې پاتې چارې به یې د مالیې وزارت په مرسته بشپړې شي.

خو ده له مالیې وزارت څخه وغوښتل چې د لوی احمد شاه بابا د کور په استملاک کې د کندهار ښاروالۍ لاسنیوی وکړي، ځکه ښاروالي یې په یوازې ځان د استملاک توان نه لري.

ولسمل وویل، د دې ټولو چارو تر څنګ کندهار ښاروالۍ توانېدلې چې بهرنۍ مرستې هم تر لاسه کړي.

په دې برخه کې ده د اروپايي ټولنې د ۱،۸ میلیونه ډالرو مرستې یادونه وکړه چې د پاک او زرغون ښار پروژه ورباندې پلې کېږي.

دی وايي، د دې پروژې له مخې به د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د تنظیف د چارو تر څنګ ګڼې ساختماني چارې چې د ظاهرشاهي کانال سنګ کاري کول، د کندهار ښار د عمومي پاتاو پاکول او رغول، د زرغون کمر بندل جوړول او د تېمور شاهي پارک جوړول په کې شامل دي، تر سره شي.

نوموړي د دې تر څنګ د ولسي تړون ملي پروګرام یاد کړ چې ۱۳ دولتي ادارې په کې شاملې دي خو مشري یې کندهار ښاروالي کوي.

دی وايي، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې ۳۰۰ شوراګانې جوړې شوي چې هر زر کورونه د دریو کلونو لپاره د اقتصادي او پرمختیايي چارو د تر سره کولو په موخه ۵۵۰ زره ډالر تر لاسه کوي.

دغه راز ښاروال په دې وروستیو کې ترکیې ته د خپل سفر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هېواد د ښاروالانو په استازیتوب یې دغه هېواد ته سفر کړی و او هلته یې د نړیوال بانک له مشرتابه سره لیدلي دي.

ده وویل د هېواد په پنځو لویو ښارونو کې به د نړیوال بانک په مرسته دوه لوی پروګرامونه (د ښارونو د پانګونې پروژه CIP) او (د ښاري پراختیا د ملاتړ پروګرام UDSP) د ۱۲ میلیونه ډالرو او ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلي شي.

نوموړی وايي، په دغو دواړو پروګرامونو کې ښاریانو ته د پاکو اوبو رسول، کانالیزاسیون او ګڼې نورې پرمختیايي او اقتصادي پروژې شاملې دي.

د ده په وینا، د دغو پروګرامونو د پلي کولو موخه دا ده چې عمومي اقتصادي انجن په څرخ راوستل شي او د ښاروالیو د عوایدو کچه لوړه شي.

نوموړي د یو اېن هبیتات ادارې په مرسته د یوه بل پروګرام یادونه هم وکړه چې له مخې به یې د استوګنې، سوداګریز او صنعتي ځایونه په نوې او کمپیوټرایزډ بڼه ثبت شي او د صفايي د محصول د ټولولو پر مهال به د فساد مخنیوی وشي.

دی وايي، تر دې مهاله ۱۲۳ زره املاک ثبت شوي او دغه پروسه روانه ده.

دغه راز ده د امریکا د پرمختیايي ادارې USAIDinfo-icon یادونه وکړه چې په مرسته یې د شهر په نوم د ظرفیت لوړولو پروګرام هم دوام لري.

ولسمل د کندهار ښاروالۍ د تشکیل په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا مهال یې د ټولو کارکوونکو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېږي.

خو نوموړي د فساد تر څنګ د ځینو ستونزو یادونه وکړه چې د عوایدو راټولو پر وړاندې یې خنډ دي.

ده وویل: ((له بده مرغه د عوایدو په راټولولو کې د کندهار ښاریانو ونډه خورا کمه ده، موږ په کندهار ښار کې ۱۴۰ زره کورونه او ۴۰ زره بابه دوکانونه لرو چې د صفايي کلنی ټکس یې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي خو دوی یوازې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه کوي چې د دې رقم ۲۰ سلنه جوړوي.))

د ده په وینا، په دې برخه کې تر ټولو لوی خنډ په خلکو او د ښاروالۍ په مامورینو کې د فساد شتون دی، هغوی چې له دې درکه باقیات لري، په ځینو مواردو کې د ښاروالۍ مامورینو ته پیسې ورکوي څو د باقیاتو کچه یې کمه کړي.

خو دی وايي، که څه هم په دې برخه کې د پخوا په پرتله ښه والی راغلی خو بیا هم جدي کار کوي چې د فساد کچه کمه کړي او ښاري حکومتولي پیاوړې کړي.

نوموړي د ولسوالیو د ښارواليو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کندهار په شپږو ولسوالیو سپين بولدک، دامان، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي او خاکرېز کې ښاروالۍ شته چې د سپین بولدک او پنجوايي ولسوالیو د ښاروالیو فعالیتونه د نورو په پرتله ښه دي.

ده وویل، د نورو ولسوالیو د ښاروالیو د وړتیاوو د لوړولو تر څنګ پلان لري چې سږ کال د دې ولایت په تخته پل او ارغستان ولسوالیو کې هم ښاروالۍ پرانیزي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement