د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سبزيجاتو د بيو غورځېدو د پروان کروندګر زيانمن کړي

د سبزيجاتو د بيو غورځېدو د پروان کروندګر زيانمن کړي

Sep 02, 2017 - 10:24

چاريکار (پژواک، ١١مه وږى ٩٦): پاکستان ته د افغانستان د سبزيجاتو پر لېږد د پاکستان له بندير وروسته په پروان ولايت کې د سبزيجاتو بيه د وړم کال په پرتله په منځني ډول ٤٣سلنه کمه شوې او کروندګرو ته يې زيات اړولى دى.

د پروان د سيدخېل ولسوالۍ د نصرالله خېل کلي يوه کروندګر حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل دا چې پاکستان د افغاني کرنيزو محصولاتو پر لېږد بنديز لګولى، په پروان کې يې کرنيز محصولات ښه بازار نه لري او بيې يې ټيټې شوې دي.

ننګرهار په ختيځ کې د تورخم بندر يوې سرچينې د  نوم اخيستلو په شرط خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې پاکستان نه د افغانستان سبزیجات نه پرېږدي نو سوداګر هم زړه نه ښه کوي چې سبزي وپېري.

حبيب الله وويل چې سږ کال يې په خپله دوه جريبه ځمکه کې  رومي بانجان، تور بانجان، فاصله، باميه او مرچ کرلي دي.

د هغه په خبره، تر اوسه پورې يې څه باندې ٥٠٠ منه کرنيز محصولات پلوري، خو دا چې بيې غورځېدلې، له دې درکه شاوخوا ١٧ زره افغانۍ تر لاسه کړې دي.

هغه وويل ، که چېرې د سبزيجاتو بيه لوړه نه شي، د کال تر پايه به له خپلو محصولاتو يوازې ٥٠ زره افغانۍ تر لاسه کړي، د حبيب الله په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په دغه کرکيله یې ١٥زره افغانۍ لګښت کړى.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال د بازار د نشتوالي په سبب تر اوسه پورې د هغه ٢٠٠منه کرنيز مصحولات خوسا او ضايع شوي دي.

نوموړي وويل چې تېر کال يې د خپلې ځمکې له محصولاتو نه ١٢٠ زره افغانۍ تر لاسه کېړ وې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال د يو من رومي بانجانو بيه ٣٠ افغانۍ، د يو من تورو بانجانو بيه ٢٠ افغانۍ، د يو من باميې بيه ١٥٠ افغانۍ، د يو من فاصلې بيه ١٥٠ افغانۍ او د يو من مرچو بيه ١٤٠ افغانۍ ده.

خو په وينا يې چې تېر کال د يو من رومي بانجانو بيه ٦٠ افغانۍ، د يو من تورو بانجانو بيه ٤٠ افغانۍ، د يو من بنډیو بيه ٢٥٠ افغانۍ، د يو من فاصلې بيه ٢٥٠ افغانۍ او د يو من مرچو بيه ٢٦٠ افغانۍ وه.    

د پروان په مرکز کې د ملا يوسف کلي يوه کروندګر جمشيد هم په خپله درې جريبه ځمکه کې بېلابېل سبزيجات کرلي، خو ده هم د کرنيزو محصولاتو له ټيټې بيې شکايت وکړ.

هغه وويل چې تر اوسه يې له دغه مدرکه ٥٠ زره افغانۍ عايد ترلاسه کړى او ممکن د کار تر پايه پورې يې ټول عايد سل زره افغانيو ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره چې تېر کال يې له خپلو کرنيزو محصولاتو ٣٠٠ زره افغانۍ عايد ترلاسه کړى و.

د دغه ولايت يوه بل کروندګر جمشيد هم د معياري سړو خونو له نشتوالي شکايت کوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

جمشيد زياته کړه چې د ملا يوسف کلي کې پنځه کوچنۍ سړې خونې جوړې شوې، خو معياري نه دي او نه شي کولى چې کرنيز محصولات وساتي.

د نوموړي په خبره، که چېرې معياري سړې خونې جوړې شي، د دغه ولايت د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره به مناسب ځاى وي او د بازار له تقاضا سره سم به په بازار کې په مناسبه بيه وپلورل شي.

ميراغا چې په چاريکارو کې په عمده او پرچون ډول بېلابېل سبزيجات پلوري، وويل چې د پاکستان د حکومت له لوري هغه هېواد ته  د افغانستان د سبزيجاتو په لېږدولو بنديز د دې لامل شوى چې د دغه کرنيز محصولاتو بيه ټيټه شي.

نوموړي زياته کړه چې په همدې سبب په پروان کې د سبزيجاتو پلور شاوخوا ٧٥ سلنه کم شوى دى.

مير اغا وويل چې تېر کال د پروان تر  تر ټولو ډېر سبزيجات کابل او د هېواد نورو ولايتونو ته صادرېدل، خو سم کال ډېر کم صادر شوي دي، ځکه چې په نورو ولايتونو کې هم ډېر سبزيجات کرل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د سبزيجاتو کم پلور ده ته هم زيات اړولى دى.

د نوموړي په خبره، تېر کال يې هره ورځ شاوخوا ١٥٠٠ افغانۍ ګټه درلوده، خو سږ کال دا شمېره شاوخوا پنځه سوه افغانيو ته را ښکته شوې ده.

د پروان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مشر عبدالکرام فرزام هم ټينګار وکړ چې سږ کال د پروان سبزيجات ښه بازار نه لري.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد د سبزيجاتو صادرات او د پاکستان د حکومت له لوري هغه حکومت ته د سبزيجاتو لېږد ته اجازه نه ورکول يوازې په پروان پورې تړلې موضوع نه ده، په ټوله کې افغان دولت کوښښ کوي چې د هېواد کرنيزو محصولاتو ته ښه بازار پيدا کړي او د ترکمنستان او چابهار بندر له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شي.

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، هڅه کوي چې د پروان د محصولاتو لپاره هم بازار پيدا کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ په مرکز کې له ملي سوداګرو سره خبرې کړې چې د خلکو د ترکاريو لپاره کورنۍ او بهرنى بازار پيدا کړي، څو خلک له دې زيات زيانمن نه شي.))

نوموړي وويل چې د دغه رياست له لوري په پروان ولايت کې ٥٠٠ کوچنۍ سړې خونې جوړې شوې دي.

نوموړي په دې اړه چې معياري سړې خونې نشته، وويل چې دا سړې خونې شته امکاناتو ته په پام سره جوړ شوې او کروندګر کولى شي چې خپل محصولات د يو څه مودې لپاره په کې وساتي.

نوموړي وويل، ټاکل شوې چې د کرنيزو محصولاتو لپاره د ولايت مرکز  يو مارکېټ هم جوړ شي چې لګښت يې سر زره امريکايي ډالر کېږي.

نوموړي زياته کړه، ټاکل شوې چې راتلونکى کال به په دې ولايت کې له انګورو د جوس جوړولو يو فعال شرکت په سترو سړو خونو کې د سبزيجاتو ساتلو زمينه هم مساعده کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement