د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې يو ژورناليست وژل شوى

په کابل کې يو ژورناليست وژل شوى

Sep 04, 2017 - 20:28

کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٦): په کابل ښار کې د شاکر طاهريان په نوم يو ژورناليست په مرموز ډول وژل شوى دى.

د دغه وژل شوي ژورناليست د کورنۍ يوه غړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړى تېره شپه په کابل ښار کې وژل شوى او نن خاورو ته وسپارل شو.

خو نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزئيات ورنه کړل.

د طاهريان يوه نږدې دوست بيا پژواک ته وويل چې دغه ژورنالست په اريا ښارګوټي هغه مهال په مرموز ډول وژل شوى، چې کله يې تېره شپه يوې مېلمستيا کې ګډون کړى و.

نوموړي هم د دې پېښې د لامل په اړه معلومات نه درلودل.

د هغه په وينا، طاهريان د څه مودې لپاره په "سلام وطندار" راډيو کې د ژورناليست په توګه کار کاوه.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کابل پوليسو نظر ولري، خو ونه توانېد.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement