د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کمزورى مديريت او فساد د باميانو د پوهنيز بهير پر وړاندې جدي خنډونه دي

کمزورى مديريت او فساد د باميانو د پوهنيز بهير پر وړاندې جدي خنډونه دي

Sep 05, 2017 - 17:49

باميان (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): باميان د نورو ولايتونو په پرتله ښه امنيت لري؛ خو اداري فساد، د مديريت کمزورتيا، د ښوونځيو لپاره د ودانيو، مسلکي ښوونکو او درسي امکاناتو کمښت، د دغه ولايت د پوهنيز نظام  پر وړاندې عمده  ستونزې دي.

په باميانو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر په وروستي رپوټ کې راغلي دي، سره له دې چې د افغانستان د ښوونيز نظام د اصلاح او ښه کېدو لپاره د نړيوالې ټولنې له خوا ډېرې زياتې مرستې شوې دي؛ خو د پوهنې وزارت او د ښوونيز سکتور اړوند ارګانونو کې په پراخه توګه د فساد شتون او د سرچينو د نه مديريت له امله د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه کليوالو او لرو پرتو سيمو کې د ښه کيفيت لرونکې ښوونه او روزنه نه وړاندې کېږي.

په باميانو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر د ماشومانو د حقونو د پراختيا او ملاتړ څانګې، د با کيفيته  ښوونې او روزنې حق ته د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې مهمې ننګونې او ستونزې  څېړلې او په دې اړه يې يو راپور چمتو کړى دى.

د دغه  راپور  موندنې ښيي چې په مرکز او ولسواليو کې د اداري ودانيو نه شتون، د څښاک پاکو اوبو، ګټورو درسي توکو، مسلکي ښوونکو، درسي ټولګيو کمښت، د پوهنې رياست او امريتونو کې د څارنې د برخې لپاره د امکاناتو، تجهيزاتو، موټرو او تېلو نه شتون، هغه ستونزې دي چې د باميانو ولايت په شمول په مرکزي سيمو کې د پوهنې سکټور ورسره مخ دى.

دغه راز د بشري حقونو کمېسيون سيمه ييز دفتر موندلې ده په باميانو کې اداري فساد او د مديريت کمزورتيا، سيمه ييزې ستونزې او کله کله جغرافيايي او قومي کرکې د ستونزو د زياتېدو لامل شوی او د ښوونې او روزنې کيفيت يې تر سختې اغېزې لاندې راوستلى دى.

د رپوټ د موندنو پر بنسټ، په باميانو کې له ټولټال ٣٣٩ ښوونځيو څخه ٦٣يې ودانۍ نه لري او ډېر شمېر نور ښوونځي اساسي او معياري ودانۍ نه لري.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي، که تدريسي کيفيت او د پوهنې نورو ستونزو ته پام ونه شي، د زرګونو ځوانو او زلميو زده کوونکو پر برخليک لوبې کېږي او  هغه ستر انساني ځواک او وړتيا چې کولاى شي هېواد هوساينې او تلپاتې پراختيا ته نزدې کړي؛ کار نه دى ترې اخيستل شوى او خلک هماغه شان د بې وزلۍ، تاوتريخوالي، ترهګرۍ، سخت دريځۍ او کډوالو په شان ښکارندو سيه لاس او ګريوان دي.

د باميانو د پوهنې رياست د احصايې له مخې،په دغه ولايت کې ٣٣٩ لومړني، منځني او ليسه ښوونځي فعال دي چې څه باندې٧٣٠٢٠ هلکان او ٦٣٢٣٥ نجونې پکې زده کړې کوي د ٨٠٥ ښځينه ښوونکو په شمول ٣٤٧٦ ښوونکو له خوا تدريس ورته کېږي؛ خو د ښوونځيو او زده کوونکو شمېر ته په پام سره له ١٦٠٠ډېرو نورو ښوونکو ته اړتيا ده.

د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري د ياد ولايت په ښوونيز نظام کې ستونزې تاييد کړې.

سربېره پر دې د باميانو دغه سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د بشري حقونو د کمېسيون د سيمه ييز دفتر موندنې يو حقيقت بللى او ويلي يې دي چې د باميانو د پوهنې رياست، په يوازې توګه دغه ستونزې نه شي حل کولای.

هغه زياته کړه: "ډېر شمېر نجونې د ښوونې او روزنې د زمينې د نه شتون، بې وزلۍ او نورو عواملو له امله سږ کال له زده کړو څخه بې برخې شوې دي او دغه مساله د باميانو د خلکو، مدني بنسټونو، پوهنې رياست او سيمه ييزې ادارې لپاره د اندېښنې وړ ده."

اميري دغه راز وويل چې په ښوونيز نظام کې ستونزې، يوازې د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې او پوهنې رياست پورې اړه نه لري؛ نهايي پرېکړه د مرکزي حکومت پورې اړه لري چې بايد د ستونزې حل لار پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه: "موږ منو چې زموږ ٦٠ ښوونځي او دوه زره ټولګي ودانۍ نه لري، په مختلفو برخو کې ستونزې لرو او هڅه کېږي چې دغه ستونزې حل شي. "

د باميانو ولايت د پوهنې رياست سرپرست زياته کړه چې سږ کال د باميانو په ولايت کې د يونيسف او باميانو د پوهنې رياست سل طلايي کلي اعلان کړي چې دغه موضوع د خلکو له لوري د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو برخه کې د هڅونې لامل ګرځي.

هغه زياته کړه: "د هغو معيارونو له ډلې چې پر بنسټ يې يو کلي د طلايي کلي په توګه نومول کېږي، دا دى چې نجونې پکې له کوم محدوديت پرته ښوونځيو ته لاړې شي، پيدايښت او زېږون يې معياري او کلينيکونو کې ترسره شوى وي."

د باميانو ولايت اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني.

باميانو ولايت کې د يوې زده کوونکې پلار حاجي غلام سخي وويل، د پوهنې په برخه کې شته ستونزې له خلکو سرچينه نه اخلي، د باميانو ولايت ټول خلک د خپلو بچيانو د ښوونې او روزنې برخه کې لېواله دي، خو شته ستونزې د دولت له لوري نه دي حل شوې.

هغه زياته کړه: "زموږ په کلي کې ښوونځي ودانۍ نه لري، زموږ هلکان او نجوني په سختۍ ګرمۍ او ژمي موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او دا ډول وضعيت د زده کوونکو په ځانګړي ډول نجونو لپاره د نه زغملو وړ دى او دولت بايد په دغه برخه کې ګام پورته کړي."

د باميانو ولايت د يوه ښوونځي زده کوونکي اقبال وويل: "زموږ ستونزې ډېرې دي، ښوونکى نه شته، کتابونه د کال په نيمايي کې راته رسيږي او زموږ د ښوونځي ودانۍ هم نه ده جوړه شوې، اړ يو چې په ازاده هوا کې زده کړې وکړو."

هغه زياته کړه، هغه زده کوونکي چې ښوونځي يې ودانۍ لري، په ډېرې لېوالتيا سره ښوونځيو ته ځي، خو هغه زده کوونکي چې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، د سختې ګرمۍ، باران او سړو له امله شوونځيو ته نه ځي.

د باميانو ولايت يوه مدني فعال محمد ابراهيم تولا وويل، لومړى بايد د دغه ولايت د پوهنې نظام ستونزې په څانګو ووېشل شي، څو معلومه شي چې کومه ستونزه د سيمه ييزې اداره اړوند کېږي او کومه ستونزه د پوهنې وزارت او مرکزي حکومت اړونديږي او له هغه وروسته دې داسې کار وشي، چې مرکزي حکومت خپلې ستونزې او سيمه ييزې ادارې خپلې ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړه، که چېرې ښوونیز بهیر په همدې ډول پر مخ ولاړ شي، دا کار د باميانو اوسېدونکو لپاره يوه غميزه رامنځته کړي او د باميانو له ماشومانو د ښوونې او روزنې حق اخيستل کېږي.

د ويلو ده چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د مدني فعالانو، د بشري حقونو بنسټونو او بشر حقونو کميسيون ګډه کمېټه جوړه شوې ، څو د دغه ولايت د پوهنې برخو کې شته ستونزو ته لاسرسى وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement