د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د داعش ډلې ١٢وسله وال وژل شوي

کونړ کې د داعش ډلې ١٢وسله وال وژل شوي

Sep 05, 2017 - 16:35

اسعداباد (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په چپه دره او ماڼوګي ولسواليو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د داعش ١٢ وسله وال وژل شوي چې په وژل شوو د داعش ډلې قاضي، مولوي شېرولي او د روح الله او ګل خان په نومونو دوه ډلمشران هم شامل دي.

د قوماندان په وينا، په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement