د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: د افغانستان معضله بنسټیز سیاسي هواري ته اړتیا لري

ناټو: د افغانستان معضله بنسټیز سیاسي هواري ته اړتیا لري

Sep 06, 2017 - 10:19

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): د ناټو سازمان وایي چې د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې تګلاره د دوی له پالیسۍ سره برابره ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه. هغه وویل چې په افغانستان کې به یې ځواکونه پاتې کېږي او د ترهګرو د له منځه وړو لپاره به قوي اقدامات کوي.

دغه راز ټرمپ ويلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو شتون د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دى.

په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي کوملیزو زمیرمان له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې د امریکا د نوې تګلارې هرکلی وکړ او هغه یې د ناټو له پالیسۍ سره برابره وبلله.

نوموړي زیاته کړه: ((د امریکا نوې تګلاره له افغانستان سره د اوږودمهاله ژمنو بېلګه ده او ناټو یې هم ملاتړ کوي.))

د ناټو دغه لوړپوړي ډیپلومات وویل چې د امریکا تر څنګ د ناټو سازمان هم د افغانستان بشپړ ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د ناټو د دفاع وزیرانو په افغانستان کې د خپل روزنيز ماموریت غځولو پرېکړه وکړه.

زمیرمان وایي چې دوی د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغان ځانګړو ځواکونو تجهیز او روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د هغه په وینا، دوی به تر هغه په افغانستان کې وي چې افغان حکومت یې غواړي.

د ناټو ځانګړي استازي وویل چې افغان چارواکي د فساد پر ضد مبارزې، بشري حقوقو، جندر او ښې حکومتولى په برخو کې اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دي.

دی وایي، په دې برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو نور کار ته هم اړتیا ده.

زمیرمان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان شخړه یواځې نظامي حل لاره نه لري .

هغه زیاتوي: ((د افغانستان شخړه بنسټیز سیاسي هواري ته اړتیا لري، په همدې موخه موږ د افغانانو په مشرۍ د سولې او ملي پخلاینې له پروسې ملاتړ کوو.))

خو د ناټو دغه ډیپلومات وویل چې سوله ژر نه شي راتللی او له ټولو افغانانو یې وغوښتل چې سیاسي حل لاره ولټوي.

نوموړي د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سیمې ټول هېوادونه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

زمیرمان زیاته کړه: ((موږ له دغو هېوادونو غواړو چې د ترهګرو پر ضد نور اقدامات وکړي او د هغوی خوندي مرکزونه وتړي.))

هغه وایي، دوی باید له افغانستان سره له ښو اړیکو ګټه پورته کړي او د افغانستان مارکېټونو ته لاره پیدا کړي.

د ناټو ملکي استازي د یو شمېر افغان سیاستوالو له خوا له نورو سرتېرو سره د مخالفت په اړه وویل: ((مخالفت د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ناټو له کلونو راهیسې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او د افغان ځواکونو مالي ملاتړ یې کړی دی.))

نوموړي په افغانستان کې د ناټو سرتېرو د شمېر په اړه وویل چې ۱۵ غړو هېوادونو د نورو سرتېرو لېږلو ژمنه کړې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement