د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فوټبال فدراسيون مشر پر فساد تورن شو

د فوټبال فدراسيون مشر پر فساد تورن شو

Sep 08, 2017 - 10:03

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): کابل کې لسګونه کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د فوټبال فدراسيون مشر د يادې ادارې په فساد کې پر لاس لرلو تورن کړ او ويې ويل، که چېرې د فدراسيون رياست ټاکنې ترسره نه شي نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

دغه لسګونه کسان چې لوبغاړي او د فدراسيون پخواني مسوولين په کې شامل وو، نن له غرمې وړاندې د کابل ښار له غازي سټډيوم څخه د فوټبال فدراسيون تر دفتر پورې لاریون وکړ.

د دوى د "موږ غوره ليګ غواړو، نه غوره چور"، "انحصار او زورواکي نه غواړو"، "موږ د فوټبال فدراسيون رياست لپاره د ټاکنو غوښتونکي يو" او داسې نور شعارونه ورکول.

د فوټبال د ملي ټېم پخواني روزونکي او د يادې ادارې پخواني مسوول حيات الله لوګروال چې په ياد لاريون کې یې د نورو په استازيتوب خبرې کولې، وويل: "د فدراسيون رياست لپاره بايد د تېر کال د لړم مياشتې په ٢٨ مه نېټه ټاکنې ترسره شوې واى، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى او اوسنى مشر د ټولو اصولو خلاف خپلې دندې ته دوام ورکوي."

نوموړي له جزئياتو پرته د فوټبال فدراسيون اوسنى مشر کرام الدين کريم په فساد کې پر لاس لرلو تورن کړ او ويې ويل: "د غوره ليګ لوبو له لارې چې کومې پيسې ترلاسه کېږي، د فدارسيون د مشر له لوري لوټېږي او ان د لوبغاړو حقونه هم نه ورکوي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د فوټبال د غوره ليګ لوبو شپږمه لړۍ هم پيل شوه.

لوګروال ژر تر ژره د فوټبال فدراسيون رياست د ټاکنو ترسره کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، که چېرې حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره زمينه برابره نه کړي، نو دوى به فوټبال فدراسيون مخې ته د تحصن خېمه ودروي.

دغه راز د ننګرهار د فوټبال فدراسيون مشر شاهدالله ساپي هم د فوټبال فدراسيون اوسنى مشر کرام الدين کريم پر غلا تورن کړ او ويې ويل چې حکومت بايد د کريم د زورواکۍ او دکتاتورۍ مخه ونيسي.

هغه د فدراسيون مشر د يادې ادارې لپاره ناسم کس وباله او د غوره ليګ لوبو ټيمونو لپاره يې د لوبغاړو پر څرنګوالي نيوکه وکړه او ويې ويل چې د دغو لوبو ډېرى پيسې د فدراسيون مشر او د هغه د شريکانو جېبونو ته ځي.

همدارنګه د ١٣ او ١٤ کلنو لوبغاړو ملي ټيم روزونکي فرهاد عزيزي هم وويل: "که چېرې د حکومت مشرتابه دغه کار کې مداخله ونه کړي او د ټاکنو ترسره کولو زمينه برابره نه کړي نو موږ د وږي له ١٨مې نېټې وروسته د فدارسيون مخې ته خېمې ودروو."

هغه زياته کړه: "کريم په تېرو ١٤ کلونو کې له جېب ډکولو پرته د هېواد د فوټبال لپاره هېڅ هم نه دي کړي."

هغه هم ادعا وکړه چې د غوره ليګ لوبې هم د کريم او د هغه شريکانو د شخصي سوداګرۍ لپاره ترسره کېږي.

د فوټبال فدراسيون وياند سيدعلي کاظمي په دې اړه له خبريالانو سره خبرې ونه کړې، خو د بدني ښکلا د عمومي رياست فني مرستيال ميرويس بهاوي په هغه ناسته کې چې د فوټبال فدراسيون رياست کې يې د معترضينو له استازو سره درلوده، وويل چې د فوټبال فدراسيون رياست د فني مرستيال د معلوماتو له مخې، د فدراسيون رياست څوکۍ ټاکنې تر راتلونکې يوه نيمې او دوه مياشتو په موده کې ترسره کېږي.

بهاوي وويل، ټاکل شوې چې په دې ټاکنو کې د فوټبال د نړيوال فدراسيون استازي هم ګډون وکړي.

هغه ژمنه وکړه چې د فوټبال فدراسيون موجوده ستونزې به څېړې او هيچا ته به اجازه ورنکړي چې د لوبغاړو او ورزش کوونکو حقونه تر پښو لاندې کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement