د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند پوهنتون تر اوسه خپله ودانۍ نه لري

د هلمند پوهنتون تر اوسه خپله ودانۍ نه لري

Sep 09, 2017 - 13:50

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ وږى ۹۶):د هلمند دولتي پوهنتون چې له جوړښت يې نهه کاله تېريږي تر اوسه خپله ودانۍ نه لري، خو چارواکي وايي هڅې کوي چې دغه پوهنتون ته ودانۍ جوړه کړي.

د دې پوهنتون لپاره په تېرو نهو کلونو کې د ودانۍ له نه جوړېدو شکايت او دغه راز د چارواکو له خوا د پوهنتون د ودانۍ لپاره د جوړېدو ژمنه، د ياد پوهنتون د ٣١٥ نارينه او ٢٥ ښځينو فارغانو د فراغت په غونډه کې وشوې.

دغه کسان د هلمند پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو فارغ شوي او د هغوى د فراغت غونډه تېره شپه د ولايت په مرکز لښکرګاه کې جوړه شوې وه.

د دغه پوهنتون ریيس سورګل عبدالرحمن په دې غونډه کې وویل چې دغه پوهنتون د کيفيت له مخې پرمختګ کړى او ښه استادان لري، خو تر اوسه ورته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

دى وايي چې تر اوسه ياد پوهنتون په تېرو نهو کلونو کې د دغه ولايت د دارالمعلمین او معارف اړوند ودانیو کې فعاليت کړى.

هغه زیاته کړه چې دغه پوهنتون به سږ کال درسي پروګرامونه په نوي ورکړل شوې سیمه کې په هغو ودانيو کې پيل کړي چې بېلابېلو ادارو په کې جوړې کړې دي.

دغه راز ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې سيمه کې به ورو، ورو نورې ودانۍ هم په هغو ۲،۵ میلیون ډالرو جوړې شي، چې ژمنه يې شوې ده.

یو تن قومي مشر مطیع الله مطیع په دې مراسمو کې شکايت وکړ او ويې ويل چې د دې پوهنتون لپاره د هلمند په مرکز کې دوه ځايه ځمکه ځانګړې شوې ، خو تر اوسه ودانۍ پرې نه ده جوړه شوې.

د ده په وينا، په کار ده چې ټول قومي مشران او د پوهنتون اداره د ولایتي چارواکو په ملاتړ  د دې پوهنتون د ارتقا او ودانۍ جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

یو تن فارغ شوي محصل شاولي وویل، فارغ شوي محصلان کار غواړي او تر څنګ يې د پوهنتون د ودانۍ او نورو ستونزو د حل غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکې کې د زده کړې په برخه کې هلمند له نورو ولایتونو سره سیالي وکړي.

د هلمند والي حیات الله حیات په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل چې لښکرګاه کې د پوهنتون لپاره د ځانګړې شوې هغې ځمکې ستونزې به حل کړي چې په بېلا بېلو ادارو پورې اړوند دي او په یوه برخه يې يو تن دعوه هم کړې ده.

ده د يادې ځمکې د ستونزو په اړه د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې دغه ځمکه به ډېر ژر د پوهنتون په واک کې ورکړل شي او له دې پوهنتون څخه به معياري پوهنتون جوړ کړي.

والي ژمنه وکړه چې نويو فارغ شویو محصلینو ته به د دې ولايت په ادارو کې د رڼې ازموينې له لارې د کار زمينه برابره کړي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په هلمند پوهنتون کې ټول شاوخوا ٣٠٠٠ تنه چې د هېواد د ٣٠ ولايتونو اوسېدونکي دي د انجینرۍ، کرنې، وترنرۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې زده کړې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement