د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د صدیق عمر مارکېټ هتۍ والو دغه مارکېټ کې له نوو هټیو سره مخالفت څرګند کړ

د صدیق عمر مارکېټ هتۍ والو دغه مارکېټ کې له نوو هټیو سره مخالفت څرګند کړ

Sep 10, 2017 - 16:50

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د صديق عمر مارکېټ هټۍ والو د دغه مارکېټ په منځ کې د ښيښه يي جوړ شوي سالون په اړه اعتراض درلود او د هټۍ والو له لوري بېرته ړنګ کړی شو.

هارون صديقي چې د نورو هټۍ والو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل چې دوی په دغه مارکېټ کې د برېښنايي توکو د پلور پنځه هټۍ لري او د مارکېټ خاوند د هټۍ والو له اجازې پرته د هغوی د هټيو مخې ته نورې هټۍ جوړې کړې دي.

ده زياته کړه، د دې هټيو جوړول د دوی پر کاروبار منفي اغېز لري او د دې تر څنګ د ياد مارکېټ ټولې هټۍ په سرقفلي ډول ورکړ شوې چې د مارکېټ خاوند د نورو هټيو د جوړولو حق نه لري.

د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د دويمې امنيتي حوزې امر سمونوال محمدظاهر عقاب وويل، دوی د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ په لارښوونه ياد مارکېټ ته ورغلل، د مارکېټ خاوند او د هټۍ والو استازي يې حوزې ته را وغوښتل.

د ده په وينا، موضوع يې د کابل ښاروالۍ د دويمې حوزې امريت ته سپارلې، څو د قانون په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement