د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کروندګرو په ژوند کې له بدلون پرته د نشه يي توکو د کر مخنیوى نا ممکن دی

د کروندګرو په ژوند کې له بدلون پرته د نشه يي توکو د کر مخنیوى نا ممکن دی

Sep 10, 2017 - 13:41

کندهار (پژواک، ١٩ وږی ۹۶): په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، تر هغه چې د کروندګرو په ژوند کې بدلون نه وي راغلی، د نشه يي توکو د کرلو مخنیوی ګران کار دی.

بلخوا کروندګر وايي، د نشه يي توکو کښت ته یې له مجبورۍ مخه کړې ځکه د نورو کښتونو لپاره کافي اوبه او محصولاتو ته یې بازار نه لري.

کندهار د سوېلي زون له ولایتونو یو دی چې په لرو ولسوالیو او نا امنو سیمو کې یې په پراخه کچه نشه يي توکي کرل کېږي.

په ټولیزه توګه پخوا په کال کې یو فصل کوکنار کرل کېدل، خو په دې وروستیو کې د کندهار په ځینو ساحو کې ان درې او څلور فصله کوکنار کرل کېږي.

د کروندګرو شکايتونه او ستونزې

کروندګر وايي، د دغه کښت پر زیانونو پوهېږي خو له مجبورۍ یې کري.

د میوند ولسوالۍ د ښامیر کلا یوه کروندګر محمد جان پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ پوهېږو چې د کوکنارو کښت ناروا دی، خو له مجبورۍ یې کرو، د نورو کښتونو لپاره نه کافي اوبه لرو او نه یې محصولاتو ته سم بازار.))

هغه زیاته کړه، تر ټولو لویه ستونزو د اوبو د کمښت ده، نور کښتونه ډېرې اوبه غواړي خو کوکنار کمو اوبو ته اړتیا لري او ګټه یې هم ډېره ده.

دی وايي، پخوا په میوند ولسوالۍ کې ۳۶۰ کارېزونه وو، خو اوس ټول وچ شوي او کروندګر مجبور شوې چې ژور څاه ګان وکیني او په ډېر لګښت اوبه را وباسي.

د ده په خبره، که نور کښتونه کري نو ان خپل لګښت هم نه شي جوړولای، ځکه خو مجبور دي کوکنار وکري.

نوموړي وویل، که حکومت د ابیارۍ سیسټم ورغوي او د خلکو د روا کښتونو محصولاتو ته ښه بازار پیدا کړي، هیڅوک هم د نشه يي توکو کرلو ته زړه نه ښه کوي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو کروندګر نور محمد هم ورته خبره کوي او وايي چې نور کښتونه ان د کروندګر د دسترخوان ډوډۍ هم نه شي پوره کولای.

دی وايي، کروندګر د کوکنارو د کرلو لپاره په اسانه له یو چا قرضه اخیستلای شي، دغه راز کروندګر اړ نه دی چې د کوکنارو د حاصلاتو د پلورلو لپاره ځان سرګردانه کړي، بلکې خریدار یې د کور په مخ کې په ښو پیسو ترې اخلي.

د ده په خبره، د اوبو کمښت او د نورو کښتونو محصولاتو ته د ښه بازار نشتوالی د کوکنارو د کرکیلې لامل شوی دی.

دولتي چارواکي

له نشه يي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران وايي، تر هغه چې د بزګر په ژوند کې بدلون نه وي راغلی، د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کښت مخنیوی ناممکن دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کروندګرو عمده ستونزه د اوبو کمې سرچینې او د روا محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالی دی.

د ده په وینا، ډېر نشه يي توکي د کندهار په هغو سیمو کې کرل کېږي چې له مرکز څخه لیرې او ناامنه دي او د ابیارۍ سیسټم یې فعال نه دی.

شکران زیاته کړه، په کندهار کې په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، ځینې نورې بیا صفر ته نژدې شوې او په ځینو نورو لکه ژیړۍ، پنجوايي، میوند او شاولیکوټ کې کوکنار کرل کېږي.

دی وايي، مافیايي کړۍ د کروندګرو له غربت څخه ناسمه ګټه اخلي او هغوی اړباسي چې کوکنار وکري، په داسې حال کې چې د کروندګرو پر ځای یې ډېره ګټه همدوی تر لاسه کوي.

په خبره، په اوسنیو شرایطو کې د حکومت لپاره دا ګران کار دی چې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي په موخه ټولو کروندګرو ته بدیل معیشیت برابره کړي.

شکران په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو مرسته مهمه وګڼله او ویې ویل چې د نشه يي توکو د کرکیلې، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره د سیمې په کچه ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

دی وايي، په دې وروستیو کې د نشه يي توکو وزارت له ۱۶ نورو وزارتونو سره په ګډه یوه ستراتېژي جوړه کړې او په دریو بنسټيزو برخو کې کار کوي چې د قانون تنفیذ، بدیل معیشت او کرنیزو محصولاتو ته په کور دننه او بهر د مارکېټ پیدا کول دي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي هم د همدې ستراتېژي یادونه کوي چې له مخې یې په دې وروستیو کې د کوکنارو د مخنیوي په موخه د زعفرانو، پستې، زیتونو او بادامو د باغونو د جوړولو او ترویجولو په موخه ګټورې پروژې پیل شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، زعفران، پسته، زیتون او بادام د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي، ځکه هم کمې اوبه غواړي او هم ښه بازار لري.

د هغه په وينا، د کرنې وزارت څو اوونۍ وړاندې د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د پستې د ۲۵۰ باغونو، د زعفرانو د ۲۵۰ نمایشی قطعو او لسګونو کشمش خونو جوړولو درې کلنه پروژه پیل کړه چې موخه یې د کوکنارو د کر مخنیوی او بدیل دی.

په دې ولسوالیو کې ژیړۍ،پنجوايي، میوند،دامان، ډنډ، تخته پل، سپين بولدک، معروف او ارغستان شاملې دي.

دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې او اروپايي ټولنې له خوا تمویلېږي چې له مخې به یې دغلته د نشه يي توکو د کر مخنیوی وشي، روا کښتونه به وده وکړي او له کروندګرو سره به مرسته وشي.

خو د دې تر څنګ نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د ښه بازار موندلو په موخه د سړکونو او په ولسوالیو کې د سړو خونو جوړول مهم کارونه دي چې باید وشي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر احمد الله فیضي وايي چې د کوکنارو د زیاتې کرکیلې او دغو توکو ته د اسانه لاسرسي له امله د دې ولایت ۱۲۰ زره کسان په نشه يي توکو روږد شوي چې د ټولنې لپاره یو ناورین دی.

ده وویل، په دې برخه کې تر ټولو دردوونکې خبره دا ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نشه يي توکو د کارولو له امله ۱۰۲ تنه په ایډز ناروغي هم اخته شوي دي.

فيضي زیاتوي، ډېری دغه کسان د پېچکارۍ له لارې بدن ته د نشه يي توکو د تزریقولو له امله په دې وژونکې ناروغي اخته شوي دي.

د ده په خبره، دلته تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې کافي مرکزونه نشته.

نوموړی غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي تر څنګ دې په دې ولایت کې د نشه یانو د درملنې په موخه معیاري مرکزونه جوړ شي.

د کندهار يو تن ډاکټر محمد نبي چې په نشه يي توکو د روږدو ناروغانو د درملنې بهیر څاري، وايي،په هېواد کې د کوکنارو د کښت او توليد له زياتېدا سره د معتادينو شمېره هم لوړه شوې او د معلوماتو له مخې دا مهال د هېواد په کچه ٣ ميليونه تنه په نشو ردوږي شوي دي.

د هه په وينا، حکومتد هېواد په کچه د معتادينو د درملنې په برخه کې یوازې ۷ سلنه خدمات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې ٨٠ سلنه روږد وګړي درملنې ته لاسرسى نه لري.

ده وويل، تر ټولو ډېر معتادين د هغو وروسته پاتې سيمو ځوانان دي چې له سواده بې برخې دي او د عامه شعور کچه يې ټيټه ده.

د ده په خبره، په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې ځینو نشه یانو ان خپلې مېرمنې هم په نشه يي توکو روږدې کړي دي.

نوموړی دغه حالت خطرناک ګڼي او وايي، همدا اوس د کندهار د ۱۲۰ زرو څخه ډېر په نشه يي توکو د روږدو وګړو ۱۰ سلنه ښځې جوړوي.

مدني فعالان  او اوسېدونکي

د کندهار ښار یو مدني او ټولنیز فعال احمد شاه سپر پژواک اژانس ته وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه د ١٣٢ ولسواليو له جملې څخه تر ټولو ډېر کوکنار د هلمند، ارزوګان، کندهار، فراه او نيمروز په یو شمېر ولسوالیو کې کرل کېږي چې د هېواد په کچه یوازې په دې سیمه کې د کوکنارو د تولید کچه له ۵۰ سلنې څخه ډېره ده.

دی وايي، همدا د دې زون او په ټول کې د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی.

د ده په خبره، که د هېواد په کچه په نشه يي توکو د روږدو د ۳ میلیونو وګړو شمېرې کره وي، نو هر یو یې د ورځې لږ تر لږه یو ډالر د نشه يي توکو په اخیستلو لګوي چې د ورځې ۳ میلیونه ډالره کېږي او دا د هېواد لپاره لوي اقتصادی زیان دی.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د نشه يي توکو کر او قاچاق او دغو توکو ته اسانه لاسرسي ټولنه د ګړنګ پر څنډه درولې.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي تاج محمد ، چې  ورور یې په نشه یي توکو روږد دی خو له بار بار درملنې وروسته هم له نشه یي توکو لاس په سر شوی نه دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، ورور یې لومړی له خپلو ملګرو سره چرس څکول خو وروسته په هیرویینو روږد شو.

دی وايي، د ورور روږدتیا یې د ټولې کورنۍ ژوند تریخ کړی دی، ځکه تر لس ځله ډېر یې د هغه درملنه کړې خو له څه مودې وروسته یې بیرته نشو ته مخه کړې ده.

نوموړی وايي، په کندهار کې د نشه يانو لوړې شمېرې ته په کتو د هغوى د درملنې مرکزونه ډېر کم دي، خو د شته مرکزونو خدمات معیاري نه دي.

ده وویل، په کندهار کې د نشه يانو د درملنې يوه داسې معياري روغتون ته اړتيا ده چې د زون په کچه فعاليت ولري او په پر له پسې توګهپه داسې میتودونو د نشه يانو د درملنې چارې پر مخ يوسي چې بیا نشو ته مخه نه کړي.

امنيتي مسوولين :

د کندهار له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو مشر سمونوال محسن الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې هڅې چټکې کړي او په دې لړ کې یې په هوايي ډګر او بندرونو کې تدابیر ډېر کړي دي.

ده وویل، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې ۵۳ لوی او کوچني قاچاق وړونکي نیولي او څارنوالیو ته یې معرفي کړي څو خپله قانوني سزا وګالي.

د يادونې ده، سږ کال د امکاناتو د نشتوالي له امله په داسې حال کې د کوکنارو اړولو کمپاین په نیمګړې توګه تر سره شو چې پر شاوخوا ۴۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست له دې جملې یوازې ۱۴۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په کر کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement