د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې د ۷۵ جوړو د ډله ييز واده مراسم ترسره شول

مزار کې د ۷۵ جوړو د ډله ييز واده مراسم ترسره شول

Sep 10, 2017 - 17:53

مزارشريف (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ۷۵ جوړو په ډله ييزه توګه واده وکړ.

واده له سندرو او موسيقۍ پرته په خاموشه چاپېريال کې په ډله ييزه توګه د سلګونو کسانو او دولتي چارواکو په شتون کې وشو.

دغه ډله ييز واده د وږي په ۱۹مه، د دارالعلوم حسينيه مدرسه کې د همدې مدرسې په لګښت چمتو کړای شوی و.

د يادې مدرسې د علمي شورا مسوول سيد رضا سجادي په دغه ډول د کوژده شويو ځوانانو واده کول، د اسلامي فرهنګ دودول  او په ودونو کې د ډېر لګښت کولو مخنيوی وباله.

 نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ډېری هغه جوړې دوی انتخاب کړي، چې په شخصي لحاظ د اقتصادي ستونزو له کبله يې د واده کولو وس نه درلود.

د هغه په وينا، په هره جوړه کابو ۵۰زره افغانۍ لګښت راغلی، چې جوړې ته يې پرې جامې او د کور يو څه وسايل پېرلي دي.

نجيبه موسوي، چې له تېرو درې کلونو کوژده شوې وه، خو د خسرګنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله يې واده تر دې دمه ځنډېدلی و.

نوموړې نن په دغه ډله ييز واده کې له خپل کوژدن سره نکاح وکړه.

هغې پژواک ته وويل: ((کوژدن مې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د واده لپاره هلې ځلې کولې، خو ځای يې نه نيوه، ايران ته هم مزدورۍ پسې لاړ، خو بيا هم پر  واده کولو ونه توانېد.))

مېرمن موسوي زياته کړه، اخر يې له کورنۍ سره تصميم ونيو او خپل نامزاد يې په ډله ييزه توګه واده کولو ته راضي کړ.

نوموړې، چې په خپل واده خوشحاله برېښده، وويل چې په ودونو کې د ډېر لګښت کولو او بېځايه رواجونو له امله لا هم لسګونې جوړې کوژده کړې پاتې او د واده وس نه لري.

بلخوا د جوزجان ولايت اوسېدونکي محمد انور قرباني وويل، په شخصي توګه يې د واده کولو وس درلود؛ خو په ډله ييزه توګه د کم لګښت واده د فرهنګ دودولو په موخه يې په دغو مراسمو کې واده وکړ.

نوموړي نورو ځوانانو ته هم پيغام ورکړ، چې بايد په واده کې د ډېر لګښت کولو پر ځای لس پنځلس جوړې سره  يوځاى او په ډله ييزه توګه يې په کم لګښت واده وکړي.

خو ځينې مدني فعالان که څه هم دغه ډول ډله ييز ودونه د کم لګښت له امله خورا ګټور بولي؛ خو ټينګار کوي، چې د خوشحاليو ځينې مثبت دودونه هم بايد په کې ژوندي وساتلی شي.

مدني فعال محب الله قاري زاده پژواک ته وويل، هره ټولنه د غم او ښادۍ ځينې مثبت دودونه هم لري، چې د ډېر لګښت د مخنيوي په چاره کې بايد هېر نه کړای شي.

نوموړي زياته کړه، د واده مراسم نه يواځې د يوې جوړې د نوي ژوند د پيل مراسم دي، بلکې ټولنې ته مثبت پيغام ورکول دي، چې له دې لارې سره يوځای شي.

د هغه په وينا، هره ټولنه د غم او ښادۍ خپل دودونه لري، چې ځينې يې منفي خو ځينې په کې مثبت وي.

قاري زاده وويل، په کار ده چې په ورته ډله ييزو ودونو کې د افغاني ټولنې مثبت دودونه هم عملي کړای شي.

د حسينيه دارالعلوم د علمي شورا مسوول وويل، له تېرو درې کلونو راهيسې دغه مدرسه په همدې شمېر کې د ځوانانو ډله ييزه ودونه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement