د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې داعش وسله والو درې ملکي وګړي وژلي

ننګرهار کې داعش وسله والو درې ملکي وګړي وژلي

Sep 10, 2017 - 16:57

جلال اباد (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو درې ملکي وګړي وژلي دي.

په وژل شوو کې د بلال په نوم يو ځوان چې يوه اوونۍ وړاندې يې واده کړی و، هم شامل دی. دغه راز په دوو نورو ملکي وګړو کې يو د دوولسم ټولګي زده کوونکی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې داعش وسله والو د چپرهار ولسوالۍ په غزو سيمه کې ياد کسان په ډېرې بې رحمۍ سره وژلي دي.

دی وايي چې ياد کسان داعش وسله والو وژلي او پوليسو په سيمه کې د يادو کسانو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د سيمې يو قومي مشر د نوم نه خپراوي په شرط پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو کسانو يو يې د سيمې ملک دی او په دې تور وژل شوی چې ګواکې حکومت ته يې جاسوسي کوله.

بلخوا تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې پېښې يوه ورځ وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې نا معلومو وسله والو يو ديني عالم وژلی و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement