د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار پاڅون کوونکو څلور داعش وسله وال وژلي

د ننګرهار پاڅون کوونکو څلور داعش وسله وال وژلي

Sep 11, 2017 - 11:53

جلال اباد (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې پاڅون کوونکو د يوې نښتې په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو او داعش وسله والو تر منځ نښته شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

خوږياڼى وايي چې په وژل شوو وسله والو کې څلور تنه د ډيورنډ فرضي پولې له پورې غاړې د پښتونخوا اوسېدونکي دي .
د والي وياند وويل چې د وژل شوو وسله والو جسدونه، درې  کلاشينکوفونه او يو د ځانمرګي واسکټ په ميدان کې پاتې شوي دي.

د نوموړي په وينا، د جګړې پر مهال يو ملکي وګړى چې د داعش وسله والو له خوا بندي و، هم خوشې او کورنۍ ته يې سپارل شوى دى.

داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement