د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شنونکي: نړيوالې ټولنې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينى عمل نه دى کړى

شنونکي: نړيوالې ټولنې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينى عمل نه دى کړى

Sep 11, 2017 - 19:41

کابل (پژواک،٢٠وږى٩٦): د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې له بريد وروسته چې د طالبانو د نظام ړنګېدلو لامل شو، په افغانستان کې ځينې مثبت بدلونونه رامنځ ته شول؛ خو وروسته د وضعيت په ګډوډېدو سره افغانستان له ستونزو سره مخ شو چې اوس هم دوام لري.

په هغو بريدونو کې چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر په ١١مه د امريکا پر واشنګټن ډي سي کې د پنټاګون پر ودانۍ او نيويارک ښار کې د نړيوالې سوداګرۍ پر غبرګو برجونو ترسره شول، کابو درې زره کسان په کې ووژل شول.

د دغو بريدونو مسووليت په داسې حال کې القاعدې سازمان پر غاړه واخيست، چې اسامه بن لادن په افغانستان کې ژوند کاوه.

امريکا له طالبانو څخه د اسامه د ور سپارلو غوښتنه وکړه؛ خو طالبانو چې په افغانستان کې يې واکمني درلوده، د امريکا دغه غوښتنه رد کړه.

امريکا بالاخره د ١٣٨٠ لمريز کال د تلې په مياشت کې پر افغانستان پوځي بريد وکړ او د طالبانو حکومت يې نسکور کړ.

د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله حکومت رامنځ ته شو، له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې مرستې پيل شوې، د امريکا په څنګ کې  هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ناټو پوځيان هم راغلل او د نړۍ ډېرى هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيستل.

خو په افغانستان کې جګړه لا هم روانه ده او نه يواځې دا چې طالبان د کرزي د حکومت د لومړنيو کلونو په پرتله ځواکمن شوي دي، بلکې د داعش په شان نورې ډلې هم رامنځ ته شوې او د افغان دولت او دلته له مېشتو بهرنيو پوځيانو سره جنګېږي او دغه جګړه هره ورځ د ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخلي.

يوشمېر کارپوهان وايي، سره له دې چې د اتيايمې لمريزې لسيزې په لومړيو کې افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتلو وروسته په مختلفو برخو کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شول؛ خو وروسته چې امريکا په افغانستان کې خپلې ژمنې په رښتينې توګه عملي نه کړې، وضعيت بدل شو.

سياسي کارپوه قاضي محمد حسن حقيار وويل، د حامد کرزي د لنډمهاله حکومت په جوړېدو سره افغانستان له ګوښيتوب څخه را ووت او د سيمې او نړۍ له ډېرى هېوادونو سره يې ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړې او له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د مرستو بهير پيل شو.

هغه زياته کړه: "هغه مهال امريکا او ملګرو يې له افغانستان سره ژمنه وکړه چې له دغه هېواد سره به د سولې او ټيکاو راوستلو، اقتصادي وضعيت د ښه کېدو، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې به جدي کارونه کوي؛ خو داسې ونه شول او د وروستيو کلونو په اوږدو کې ټول شيان سرچپه شول. "

د هغه په وينا، د افغانستان د اوسنيو ستونزو لامل دا دى چې د سيمې او نړۍ هېوادونه، د افغانستان په ناامنۍ کې خپلې ګټې ويني او امريکا غواړي پر اسيا د کنټرول لپاره په افغانستان کې شتون ولري.

د حقيار په خبره، د طالبانو د حکومت پرمهال په هېواد کې نسبي امنيت شتون درلود، د نشه يي کرکيله او قاچاق کابو صفر و او اداري فساد هم د اوس په پرته ډېر کم و.

دغه راز د سياسي چارو يو بل کارپوه احمد بشير بيژن وويل، د طالبانو د نظام له سقوط وروسته، افغانستان له يوه نامعلوم وضعيت څخه ووت، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو پراختيا، له افغانستان سره د مالي او اقتصادي مرستو پيل هغه مثبت بدلونونه و چې په هېواد کې رامنځ ته شول.

خو هغه زياته کړه: "په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د شتون او دغو پېښو څخه کابو ١٦ کاله تېر شوي دي؛ خو له بده مرغه چې زموږ د هېواد وضعيت د پخوا په پرتله خراب شوى دى، د نا امنيو لمن پراخه شوې، طالب ځواکونه لا پياوړي شوي او د افغانستان ډېره برخه خاوره په کنټرول کې لري، د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق ډېر شوى، اداري فساد خپل اوج ته رسېدلى او زېربنايي کارونه کم ترسره شوي."

بېژن هم وويل چې د سيمې او نړۍ ځينې هېوادونه خپلې ګټې د افغانستان په نا امنۍ کې ويني او په همدې دليل يې پر خپلو ژمنو رښتينى عمل نه دى کړى.

هغه زياته کړه: "تاسو خپله قضاوت وکړئ، امريکا چې ځان د نړۍ لومړۍ ځواک ګڼي، څنګه امکان لري چې د يوې ډلې پروړاندې ناکامه شي چې سم نظم او جوړښت نه لري، پرمختللې وسلې او تجهيزات نه لري او جګړه کابو ١٦کاله دوام ولري، ښکاره ده چې د پردې تر شا خبرې شته دي."

نوموړي دواړه کارپوهان وايي، تر څو چې نړيواله ټوله له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينى عمل ونه کړي او په دغه مبارزه کې برخه وا نه خلي، په افغانستان کې به جګړه او نا امني دوام ولري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement