د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په اسيايي لوبو کې ٢٠٠ افغان لوبغاړي ګډون کوي

په اسيايي لوبو کې ٢٠٠ افغان لوبغاړي ګډون کوي

Sep 12, 2017 - 19:20

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د افغان لوبغاړو دوه سوه کسيزه ډله چې دېرش سلنه يې نجونې دي، په اسيايي لوبو کې د ګډون لپاره پنځه ورځې وروسته ترکمنستان ته ځي.

د اولمپيک د ملي کمېټې وياند احسان الله نېرو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسيايي اولمپيک لوبې په راتلونکو پنځو ورځو کې د ترکمنستان هېواد په پلازمېنه عشق اباد کې د لسو ورځو لپاره ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، له افغانستان څخه په دې لوبو کې د ۳۰ سلنه نجونو په ګډون ۲۰۰ لوبغاړي په ۱۶ ورزشي لوبو کې ګډون کوي.

د ده په وينا، په دې سياليو کې به د اسيا له شاوخوا پنځوسو هېوادونو څخه ۶۰۰۰ لوبغاړي ګډون وکړي.

اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په ټولو ورزشي لوبو کې د افغان لوبغاړو د اتلوليو ستاينه وکړه.

هغه تلونکو لوبغاړو ته وويل: "زما او د افغانستان د ټول ولس دعاوې درسره دي او ډېر ژر به په دې لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولرئ."

د ملي اولمپيک د کمېټې مشر ظاهر اغبر اجرايي مشر ته ته ډاډ ورکړ او ويې ويل: "په يوه وحدت او همبستګۍ سره به د هېواد له وياړه ډک بيرغ په رپا راولو، چې ولسمشر محمد اشرف غني به هم د سياليو د پيل په مراسمو کې ګډون ولري."

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement