د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: مېرمن نانسي د افغانستان د فرهنګ ستره ملاتړې وه

چارواکي: مېرمن نانسي د افغانستان د فرهنګ ستره ملاتړې وه

Sep 12, 2017 - 18:43

کابل (پژواک،٢١ وږى ٩٦): افغان لوړپوړو چارواکو د مشهورې افغانستان پېژندونکې "نانسي دوپري" د يادغونډې په مراسمو کې د افغانستان د تاريخي او فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې د هغې د هلو-ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې مېرمن نانسي د افغانستان د فرهنګ ستره ملاتړه وه.

مېرمن نانسي دوپري د ډېر عمر او ناروغۍ له امله د ٩٠ کلونو په عمر د کابل په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

نن د کابل په پوهنتون کې د دولتي چارواکو، د پوهنتون د استادانو، محصلينو او فرهنګيانو په ګډون د نانسي دوپري په ياد غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام هم ولوستل شو، چې په يوه برخه کې يې ويل شوي، نانسي دوپري د خپل عمر ډېرى برخه د افغانستان د تاريخ، فرهنګ، څېړنې او هنر څېړلو په برخه کې تېره کړې او پر دې سربېره يې له خپل مېړه سره د افغانستان ډېرى برخو ته سفرونه کړي او د افغانستان تاريخي او لرغوني ځايونه يې تعريف کړي دي.

دغه راز په دغه پيغام کې يادونه شوې چې نانسي د جګړو پر مهال هم افغانستان هېر نه کړ او له خپل مېړه سره پېښور ته ولاړه، څو هلته افغانستان او خلکو ته يې خدمت وکړي. هغې په پېښور کې د معلوماتو د سرچينو دفتر پرانېست، څو د افغانستان له اړونده اسنادو ساتنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري په دغو مراسمو کې د وينا پر مهال وويل، مېرمن نانسي د افغانستان د فرهنګ يوه ستره ملاتړې وه او هغې دا لېوالتيا درلوده، څو ټول افغان ځوانان د خپل هېواد په اړه معلومات ولري او معلومات  يې لاپسې زيات شي.

هغه څرګنده کړه: "مېرمن نانسي دوپري د افغانستان د تاريخ، هنر او فرهنګ متخصصه او څېړونکې وه، چې ټولې پولې يې ماتې کړې او افغانستان يې نړيوالو ته ور وپېژانده."

مېرمن نانسي له ١٩٥٠ کال راهيسې له افغانستان سره بلده شوه چې له هغې مودې راهيسې يې څو ځلې افغانستان ته سفر کړى او دلته يې ژوند وکړ، چې دغه راز يې د کابل پوهنتون په انګړ کې د "افغانستان د معلوماتو سرچينې مرکز" په نوم په يوه پخوانۍ طرحې سره نوې ودانۍ جوړه کړه.

دغه مرکز د لومړي ځل لپاره د مېرمن دوپري له لوري په ١٩٨٩ کال کې په پېښور کې رامنځته چې له هغه وروسته بيا کابل ته را ولېږدول شو.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبداللطيف روشان په دغو مراسمو کې وويل،   مېرمن نانسي د افغانستان د تاريخ، هنر او فرهنګ په اړه موږ ته شاوخوا سل اثاره پرېښي، چې هغه افغانستان ته د يوې مور حيثيت لري.

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړانديز وکړ، څو د افغانستان د معلوماتو د سرچينو مرکز د "نانسي هنچ دوپري" په نوم ونوموي.

د افغانستان د معلوماتو سرچينو د مرکز يوې کارکوونکې حسنيه شېرجان، چې له ١٣٧٥ کال راهيسې له مېرمن دوپري سره همکاره وه؛ نانسي دوپري پرځان متکي مېرمن وبلله او زياته يې کړه چې هغې به هېڅکله هم له چا مرسته نه غوښته.

هغې زياته کړه، مېرمن نانسي له مړينې دوه ورځې وړاندې د ناروغۍ په بستر کې ورته ويلي: "داسې څوک نه پېژنم چې د افغانستان لپاره د کار کولو په اړه دې زما په شان ژمنه او مينه وي."

مېرمن شېرجان د افغانستان د معلوماتو سرچينو مرکز ودانۍ ته په اشارې سره وويل، که چېرې نانسي نه واى؛ نن به دا ودانۍ هم نه واى.

د هغې په وينا، مېرمن دوپري د افغانستان په اړه پنځه جلده کتابونه ليکلي، په ١٣٨٥ کال کې يې د افغانستان د معلوماتو مرکز بنسټ کېښود او هغه معلومات چې د افغانستان په اړه يې راټول کړي، په پايله کې يې ډېر مډالونه چې د ملالۍ دولتي مډال يې هم د افغانستان د تاريخي، هنري او فرهنګي اثارو د خوندي کولو په اړه ترلاسه کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement