د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اسلامي پراختيايي بانک افغانستان ته ٧٤ ميليون ډالره پور ورکوي

اسلامي پراختيايي بانک افغانستان ته ٧٤ ميليون ډالره پور ورکوي

Sep 16, 2017 - 20:00

کابل (پژواک،٢٥وږى٩٦): د اسلامي پراختيايي بانک افغانستان ته د کابل ښار  د حلقوي سړک جوړونې پروژه کې د لګښت لپاره ٧٤ميليون امريکايي ډالره له ټکټانې پرته او اسانه پور ورکوي.

د دغې قرضې تړون نن په داسې حال کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمې او په افغانستان کې د اسلامي پراختيايي بانک د مرستيال سيداقا تر منځ کابل کې لاسليک شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم حضور درلود.  

د افغانستان د ماليې وزارت د مرستو د انسجام عمومي مشر مصطفى اريا په افغانستان کې د اسلامي پراختيا بانک له مرستيال سيد اقا سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د ترسره شوې هوکړې له مخې، افغانستان بايد تر راتلونکو ٢٥ کلونو پورې دغه پور چې ټکټانه نه لري، نوموړي بانک ته بېرته ورکړي.

ده زياته کړه، د دغه سړک د ډيزاين او سروې کار بشپړ شوى، ډېر ژر به د يادې پروژې د بشپړېدو تدارکاتي بهير ترسره او وروسته به يې عملي کار پيل شي.

د هغه په وينا، دغه ټوله پروژه ٣٠٠ ميليون امريکايي ډالرو ته اړتيا لري؛ خو په پيل کې ١١٠ميليون ډالرو ته اړتيا ده چې ٧٤ميليون ډالر د اسلامي پراختيا بانک له پور او پاتې (٣٦ميليون ډالر) به د حکومت له بوديجې څخه ورکړل شي.

دغه سړک د کابل ښار په څرخي پله سيمه کې د کابل-جلال اباد له لويې لارې څخه پيل او د ده سبز ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د کابل-پروان له تقاطع کرښو څخه په تېرېدو سره، د پغمان ولسوالۍ په کلاى حيدرخان سيمه کې د کابل-ميدان وردګو سړک او د کابل د چهار اسياب ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د کابل –لوګر پورې دى او کابل له ګاونډيو ولايتونو سره نښلوي.

اريا وويل، اته کاله مخکې د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو لپاره لومړني کارونه پيل شول؛ خو تر اوسه پورې د ځمکو د استملاک او تصفيې د خنډونو او مالي محدوديتونو له امله يې عملي کار نه دى پيل شوى.

د اسلامي پراختيا بانک مرسيتال سيد اقا په نننۍ غونډه کې ټينګار وکړ چې افغان حکومت بايد ژر تر ژره  د دغه سړک عملي کار پيل کړي.

د ده په خبره، په نوموړي بانک کې د پور شرايط داسې دي چې بايد د تړون له لاسليک وروسته، تر يو کال پورې د پروژې عملي کار پيل شي؛ له دې پرته تړون لغوه کوي.

نوموړي زياته کړه، د اسلامي پراختيا بانک له دې وړاندې هم له افغانستان سره په زېربنايي برخو کې مرستې کړې دي.

دى وايي، دغه بانک په نږدې راتلونکې کې له افغانستان سره له اسلامي شرايطو سره سم واړه پورونه  او برېښنايي انرژۍ په برخو کې مرسته کوي.

همدارنګه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قیصار-لامان سرک د لومړۍ او دوهمې برخې جوړېدو قرارداد د فوایدعامې وزارت سرپرست یما یاري او د ګټونکو بین المللي  هندي او چینايي شرکتونو استازو ترمنځ هم لاسلیک شو.

سرچينه زياتوي، یاد سړک ۸۲ کیلو متره اوږد دی او کابو ۸۵ میلون ډالرو لګښت پرې راځي چې اسیایي پراختیایي بانک یې ورکوي او د څه کم درې کالو په موده کې به بشپړ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement