د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل

عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل

Sep 16, 2017 - 18:51

مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی، ۹۶): د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل.

نوموړي، چې په مزارشريف ښار کې د شهيد اوونۍ په تړاو غونډې ته خبرې کولې دا هم وويل  چې سياستمدارن بايد تر خپل منځ د همغږۍ ژبه له منځه يوو نه سي.

همداراز په دغه غونډه کې د بلخ والي او د جميعت ګوند اجراييه رييس  عطاء محمد نور پر مرکزي ادارې د پخوا په څېر، خو په نرمه لهجه نيوکې وکړي؛ خو تر څنګ يې هر ډول مذاکراتو ته چمتوالی هم وښود.

بلخوا د اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رييس پخواني ځانګړي استازي ضيا مسعود پر ملي وحدت حکومت له ترهګرو سره د همکارۍ تور پورې کړ.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۵مه، د شهيد اوونۍ په تړاو غونډه وشوه.

په ياده غونډه کې د حکومت اجراييه رييس تر څنګ ډېری په حکومت کې شاملو حکومت ضد سياسي اشخاصو برخه لرله او ويناوې يې وکړې.

همداراز غونډه کې زيات شمېر د بلخ ولايت قومي مشرانو، د دولتي ادارو مامورينو او د ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی وو.

د حکومت اجراييه رييس عبدالله غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، د هر بل مشروع حکومت په څېر ملي وحدت حکومت هم ستونزې لري.

نوموړي زياته کړه، ډېری هغه خلک چې اوس د حکومت پر خلاف څرګندونې کوي، د همدوي په مرسته دغه حکومت رامنځ ته شوی.

خو دا چې ولې دا خلک د ملي وحدت حکومت پر خلاف خبرې کوي، دا يې بېل بحث وګاڼه.

 عبدالله وويل، هېڅکله حکومت د سياسي ايتلافونو پر وړاندې بنديز نه دی لګولی.

نوموړي د بېلګې په توګه  د حراست او ثبات شورا او په دې وروستيو کې د افغانستان ژغونې ايتلاف يادونه وکړه.

خو هغه په دې ټينګار وکړ چې سياسيون بايد تر خپل منځ د همغږۍ، خبرو اترو او زغم لارې بندې نه کړي.

بلخوا د بلخ والي او جميعت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور يادې غونډې ته د خبرو پر مهال يو ځل بيا د تېر په څېر په ملي وحدت حکومت نيوکې وکړې؛ خو د هغه لهجه د تېر په پرتله نرمه وه.

نوموړي اوسنی حکومت د مجاهدينو د ستړياوو ګاللو لاسته راوړنه وګڼله، خو په حکومت کې يې ځينې کړۍ د جهادي مشرانو پر وړاندې دسيسو جوړولو باندې تورنې کړې.

هغه د تېر په څېر حکومت په کمکارۍ، تعصب، د واک پر انحصار او سياسي استبداد تورن کړ؛ خو لهحه يې د پخوا په پرتله نرمه وه.

نوموړي د افغانستان ژغورنې ايتلاف د نظام نسکورېدو په موخه نه، بلکې په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره جوړ شوی وباله.

نور، له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هېواد ته د همدې ايتلاف د غړي او د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د راتلو په برخه کې همکاري وکړي.

د بلخ والي پرحکومت د نيوکو تر څنګ مذاکرات د سياسي ستونزو د حل لاره وښوده.

هغه د ملي سياسي مسايلو د حل په موخه د خبرو اترو لپاره د رښتينولۍ او د دواړو لورو د احترام په شرط چمتوالی وښود.

بلخوا د اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رييس پخواني ځانګړي استازي ضيا مسعود پر ملي وحدت حکومت له ترهګرو سره د همکارۍ تور پورې کړ.

نوموړي يادې غونډې ته خبرو پر مهال وويل، ملي وحدت حکومت د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره هېڅ ډول سياسي اراده نه لري

هغه همداراز پر ملي وحدت حکومت تور پورې کړ چې له ټولو ترهګرو ډلو سره يو ډول نه يو ډول همکاري کوي.

خو د حکومت اجراييه ريس عبدالله په خپلو خبرو کې د ضيامسعود څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستې.

نوموړي وويل ، دا خبره تر پوښتنې لاندې ده چې  ځيني وايي حکومت د ترهګرو د ځپلو اراده نه لري.

هغه زياته کړه، همدا اوس د هېواد په بېلا بېلو څنډو کې افغان سرتېري د ترهګرو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

د حکومت اجراييه رييس د مسعود خبرې د هغو سرتېرو د روحيې د کمزوري کېدو لامل وګڼلې، چې د هېواد ساتنې په سنګر کې ناست دي.

د حکومت او د جميعت ګوند د اجراييه رييس عطامحمد نور تر منځ د خبرو اترو له پيل او بيا تر مخالفت پورې دا لومړی ځل دی چې  عبدالله مزارشريف ته سفر  وکړ.

د يادونې ده چې تر څو مياشتو سياسي اختلافاتو وروسته د لومړي ځل لپاره ډاکټر عبدالله او عطاء محمد نور په يوه غونډه کې ګډون وکړ.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement