د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې د "شهيد اوونۍ" غونډې ته د ښوونځيو زده کوونکي راوستل شوي وو

مزار کې د "شهيد اوونۍ" غونډې ته د ښوونځيو زده کوونکي راوستل شوي وو

Sep 16, 2017 - 19:07

مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د" شهيد اوونۍ" د نمانځنې په تړاو جوړې شوې غونډې ته د دغه ولايت د ښوونځيو زده کوونکي راوستل شوي وو.

د بلخ ولايتي شورا دغه کړنه د ولسمشر  د فرمان خلاف عمل بولي.

بلخوا غونډې ته راوستل شوو زده کوونکو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، نه پوهېږي چې د څه شي لپاره غونډې ته راوستل شوي دي.

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار سوېل لور ته په سينا لوبغالي کې د وږي په ۲۵مه، د شهيد اوونۍ په تړاو غونډه وشوه.

دغې غونډې ته چې د حکومت ضد سياسي اشخاصو په ګډون په کې د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله هم برخه اخيستې وه، د قومي مشرانو او دولتي ادارو مامورينو تر څنګ يې زيات شمېر ګډونوال د ښوونځيو زده کوونکي وو.

په غونډه کې يوې ګډنوالې زده کوونکې پژواک ته وويل، د پوهنې رياست له خوا ټولو ښوونځيو ته خبر ورکړل شوی و چې زده کوونکي به يې نن دې غونډه کې برخه اخلي.

هغې زياته کړه، په همدې خاطر هغه زده کوونکي چې درس يې له ماسپښين څخه وړاندې وي، رخصت دي او دې غونډه کې برخه لري.

بلې زده کوونکې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، نه پوهېږي چې د څه لپاره دې غونډې ته رابلل شوې.

خو وايي چې د ښوونځي د مدېرې له خوا رواستل شوې ده.

د بلخ ولايتي شورا ريس ډاکټر محمد افضل حديد د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، سياسي غونډو ته د زده کوونکو راوستل د ولسمشر د فرمان خلاف عمل دی.

نوموړي په نننۍ غونډه کې د زده کوونکو د راوستو په تړاو زياته کړه، بايد د بلخ د معارف رياست له چارواکو پوښتنه وشي.

خو د بلخ د پوهنې رييس صبغت الله مستقيم پژواک ته وويل، دې غونډې ته زده کوونکي په راتګ نه دي  مجبور کړای شوي .

نوموړي زياته کړه، زده کوونکو په خپله خوښه د خپل ملي او اسلامي مسووليت له مخې د شهيد اوونۍ په تړاو غونډه کې برخه اخيستې ده.

د نننۍ غونډې له امله د مزارشريف ښار د مرکزي سيمې سړکونه د موټرو پر مخ بند وو او همداراز په غونډه کې د دولتي مامورينو په پراخه کچه ګډون له امله مراجعين هم له ستونزو سره مخ وو.

مدني فعالان ورته غونډې د سياسي اشخاصو او ګوندونو حق بولي؛ خو وايي چې له امله يې بايد ټولنيز ژوند له ستونزو سره مخ نه شي.

مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر څوک د خپل غږ پورته کېدو په خاطر غونډې کولی شي.

خو نوموړي هغه سياسي او مدني حرکتونه او غونډې تر پوښتنې لاندې راوستې، چې ټولنيز ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وويل، نن د بلخ کرنې رياست ته تللی و  چې د کار کولو لپاره په کې مامور نه و.

احمد جاوېد وويل، د دغه رياست مامورين د شهيد اونۍ په تړاو غونډې ته راغلي وو او رياست رخصت غوندې و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement