د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سپين غر او امو لوبـډلې له شپږيزې سياليو څخه ووتلې

سپين غر او امو لوبـډلې له شپږيزې سياليو څخه ووتلې

Sep 17, 2017 - 19:22

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦) : د ملي لوبغاړو شفيق الله شفق په مشرۍ د سپين غر او  ميرويس اشرف په مشرۍ د امو زون لوبډلې له پرله پسې ماتو وروسته له شپږيزې سياليو څخه ووتلې.

د شپږيزې سياليو په لړ کې نن تر غرمې وروسته   دامو او بند امير لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.

د لوبې پچه د بند امير لوبډلې ګټلې وه، خو د توپوهنې بلنه يې د امو لوبډلې ته ورکړه، د امو لوبډلې د راشد خان د ښې لوبې مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبـډله يې په ١٠٣ منډو وسوځېدله.

د امو له لوري يواځې پروېز ملکزي د پام وړ ٣٤ منډې جوړې کړې. د بند امر لوبـډلمشر راشد خان د امو څلور لوبغاړي وسوځول.

د امو لوبـډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په دوولسم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د دوى له لوري حضرت الله ٥٢ منډې جوړې کړې.

له دغې ماتې سره د امو لوبډلې پرله پسې پنځمه ماتې خپله او له دې سياليو څخه ووتله.

تر غرمې مخکې د سپين غر لوبډله هم درېيمې ماتې خوړلو سره له دې سياليو څخه وتلې وه.

د سپين غر لوبډلې د مس عينک پر وړاندې په ٢٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو سوځېدو سره ١٣٠ منډې جوړې کړې وې، د دوى له ډلې سجاد علي ٣٣ او سميع الله شينواري ٣٠ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري محمد نبي ٣، دولت ځدراڼ او نوين الحق دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې  د در ېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د مس عينک له لوري احسان الله ٣٣ او د زمبابوې لوبغاړي سبندا ٢٤ منډې جوړې کړې.

له سياليو څخه د سپين غر  او امو له وتلو وروسته، د کابل بازان، بند امير، مس عينک او بست لوبډلو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement