د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکي: د ديني او مذهبي مرکزونو امنيت دې خوندي شي

لاريون کوونکي: د ديني او مذهبي مرکزونو امنيت دې خوندي شي

Sep 17, 2017 - 16:39

باميان (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د باميانو ولايت يو شمېر اوسېدونکو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل څو د ديني او مذهبي مرکزونو امنيت خوندي کړي او په هېواد کې د هدفي وژنو مخه ونيسي.

دغه لاريون نن سهار د باميانو ښار د "رهبر شهيد" له جومات څخه پيل شو چې لسګونه کسانو پکې ګډون درلود او د "حکومت، حکومت-امنيت، امنيت" شعارونو سره د باميانو بازار پر لوري د لاټين چوک پورې دوام وکړ او په هېواد کې يې پر مذهبي ځايونو د بريد کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د لاريون يوې ګډونوالې معصومې د پژواک خبريال ته وويل چې د نن ورځې لاريون موخه دا ده، څو له دولت په ځانګړي ډول امنيتي چارواکو غوښتنه وکړي، چې بايد په هېواد کې د ناستو او مذهبي او ديني مرکزونو امنيت خوندي کړي، څو د هزاره ګانو له سيستماتيکو وژنو مخنيوى وشي.

هغې زياته کړه، څوک د هېوادوالو د امنيت ټينګولو مسوول دي؟ او دا حکومت دى چې بايد د خپلو هېوادوالو د امنيت ټينګښت تدابير ونيسي؛ ځکه دا خلک وو چې په خپلو رايو سره يې حکومت رامنځته کړ.

د ياد لاريون يوه بل ګډونوال محمد حسن رنجبر وويل: "که څه هم لاريونونو او له دولت د عدالت غوښتنې خپل اهميت له لاسه ورکړى، خو موږ بيا هم هڅه کوو چې له ممکنه لارو او د سوله ييزو پيغامونو له لارې حکومت د خپل ځان ساتنې او امنيت خوندي کولو کار ته راوبولو."

هغه زياته کړه، ستونزې دومره ډېرې شوې چې څوک په جرئت سره جوماتونو ته نه شي تللى او دا ډول امنيتي وضعيت خلک سخت اندېښمن کړي، په ځانګړي ډول چې د عاشورا د نمانځنې ورځې هم پيل شوې دي.

د لاريون په پاى کې يو شپږ ماده يي پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې پر مدني غونډو، د عبادت پر مراسمو او ديني ځايونو بريدونه غندل شوي او له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت غوښتل شوي؛ څو د دا ډول پېښو له تکرار مخنيوى وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement