د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار ډاکترانو او درمل پلورونکو کار بنديز کړی

د ننګرهار ډاکترانو او درمل پلورونکو کار بنديز کړی

Sep 18, 2017 - 15:02

جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږی ۹۶): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار ډاکترانو او درمل پلورونکو د دوی پر وړاندې د هدفي بريدونو، غلاوو او نورو نا امنيو ډېرېدو له امله کار بنديز کړی او ګواښ يې وکړ چې د ستونزو تر حل پورې به روغتيايي سکټور د خلکو پر مخ تړلی وي.

دوی چې د وږي په ٢٧مه د عامې روغتيا په حوزوي روغتون کې او دغه راز د جلال اباد ښار په يوې روغتيايي پلازه کې اعتراضيه ناستې جوړې کړې وې، خپل دغه شکايت له رسنيو سره شريک کړ.

ډاکتران او درمل پلورونکي وايي، هره ورځ د وسله والو او غلو له لوري ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې اختطاف کېږي او ان د کورونو او کتنځايونو مخې ته يې بمونه اېښودل کېږي؛ خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

دوی غوښتنه کوي چې ولسمشر دې ننګرهار ته يو باصلاحيته کمېسيون د دوی د ستونزو اورېدو لپاره ور ولېږي او ستونزو ته دې یې حل لارې ولټوي.

د جلال اباد حوزوي روغتون د کوچنيانو څانګې مشر ډاکتر وحيدالله حبيبي پژواک خبري اژانس ته وويل؛ ځکه يې کاربنديز وکړ چې په ننګرهار کې ورځ تر بلې نا امني ډېرېږي او تر ډېره يې قربانيان ډاکتران او د روغتيايي سکټور نور کارکوونکي دي.

هغه زياته کړه: ((چارواکي هغه که امنيه قوماندان دی، هغه که والي دی، د امنيت په تامين کې پاتې راغلي دي؛ که امن نه وي، نو موږ به څنګه خلکو ته صحي خدمات وړاندې کړو چې زموږ د کورنۍ غړي تښتول کېږي؛ نو موږ به څنګه د بل چا غم وکړو.))

دغه راز يو بل ډاکتر حبيب الله مولوي زاده وايي، ډاکتران د ټولنې خدمتګار دي، خو امنيتي سکټور بايد دوی ته د خلکو د خدمت زمينه برابره کړي.

ده وويل: ((د جلال اباد ښار امنيتي وضعيت اوس له باړې هم بدتر شوی، په هره کوڅه کې غلا، په هره کوڅه کې اختطاف، په هره کوڅه کې چاودنه او تر ډېره د دغو پېښو قرباني ډاکتران دي؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د امنيت د تامين لپاره بايد ځانګړي تدابير ونيول شي.))

ډاکترانو زياتوله، سر له نن څخه به له بېړنيو پېښو پرته د نورو ټولو ناروغانو پر مخ شخصي او دولتي کلينيکونه او روغتونونه تړلي وي او که تر دوو ورځو يې غږ ته ځواب ونه ويل شو؛ نو د بېړنو پېښو خدمات به هم وتړي.

د ننګرهار درمل پلورونکو هم کار بنديز وکړ او د امنيت د تامين په برخه کې يې امنيتي ادارې پر پاتې راتلو تورنې کړې.

د درمل پلورونکو اتحاديې او د جلال اباد ښار درمل پلورونکو د جلال اباد ښار په يوه څنډه کې په روغتيايي پلازه کې راټول شوي او د اعتراضيه ناستې په ترڅ کې يې کاربنديز اعلان کړ.

د دې اتحاديې مشر ډاکتر نجيب الله صاحبزاده وويل، له ډېرې مودې راهيسې په ننګرهار کې نا امني ډېره شوې خو اوس تر ډېره دغه ستونزې د روغتيايي سکټور کارکوونکو ته ور پېښېږي.

دی وايي، ستونزې يې د ننګرهار ولايت له مسوولينو سره شريکې کړې، خو هغوی په دې برخه کې خپله ناتواني ښودلې نو ځکه غوښتنه کوي چې ولسمشر دې دغه ولايت ته يو پلاوى ور ولېږي.

هغه زياته کړه: ((نو موږ په هېڅ شرط له هغو مسوولينو سره چې اجراات نه شي کولی، خبرې نه کوو او زموږ اعتصاب به تر هغه وخته روان وي، څو ننګرهار ته يو باصلاحيته پلاوی رانه شي او زموږ ستونزې وانه وري.))

خو د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې د والي په نه شتون کې اوس د دغه ولايت سرپرست هم دی، وايي چې په دې برخه کې اقدامات شوي، خو لا ډېر کار ته اړتيا ده.

هغه د خبري کنفرانس پر مهال وويل، تازه يې هم دوه تنه هغه ماين خښوونکي چې د پيسو په خاطر يې خلک ځورول او يو لار شکوونکی، نيولي دي.

قوماندان مني چې ځينې نيمګړتياوې شته، خو وايي چې په دې برخه کې د اجرااتو لپاره يې اراده قوي ده او له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخيستو به د ننګرهار د امنيت د ټينګښت لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل وايي، د جلال اباد ښار د ډاکترانو او درمل پلورونکو غوښتنه پر ځای ده، خو کاربندیز يې غير قانوني دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دوی بايد لومړی خلکو ته خبر ورکړی وای چې دوی کاربنديز کوي او بيا يې دغه چاره ترسره کړې وای؛ ځکه ګڼ شمېر خلک ښار ته د درملنې په خاطر راغلي، لګښتونه يې کړي، خو هغه بې ځايه ولاړل.

تر دې وړاندې د ننګرهار سوداګرو هم د خپل امنيت د نشتوالي له امله د دغه ولايت د ګمرک له ادارې سره لنډمهالی کاربنديز کړی و چې بيا وروسته د ولايتي ادارې په منځګړتوب او ژمنو بېرته يې خپل کارونه پيل کړل.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement