د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي ووژل

په کندهار کې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي ووژل

Sep 18, 2017 - 17:17

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي دي.

پېښه یو ساعت وړاندې د دغې ولسوالۍ په حاجي کلي کې شوې ده.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الباري بریالي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د ملکي خلکو پر یوه بار وړونکي موټر شوې، چې اوړه په کې بار  و او د کندهار ښار ته يې د پلور لپاره وړل  .

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې په موټر کې سواره شپږ واړه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دی وايي، ماین د وسله والو مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی هم پېښه تاییدوي او وايي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په کندهار کې د سړک غاړې ماینونه ژوند ته تر ټولو جدي ګواښ دی چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اړوي.

خو دا په کندهار کې له تېرې څه مودې راهیسې لومړۍ پېښه ده چې ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکوي.

چارواکي وايي، پولیس هره ورځ په ولسوالیو کې پر عامو لارو د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي لسګونه ماینونه شنډ او له منځه وړي، خو بیا هم د خلکو ژوند خوندي نه دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement