د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

انګلستان: موږ له افغانستانه دوامدار ملاتړ کوو

انګلستان: موږ له افغانستانه دوامدار ملاتړ کوو

Sep 19, 2017 - 15:30

 

باميان (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): کابل کې د انګلستان د سفارت يو پلاوى چې اوسمهال يې باميان ولايت ته سفر کړى؛ د ياد ولايت له بېلابېلو قشرونو سره د ليدو پر مهال ويلي چې انګلستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ياد پلاوي له ديني عالمانو، د مدني ټولنې له فعالانو، خبريالانو، د باميان پوهنتون له محصلينو، د دولتي او پراختيايي شوراګانو له چارواکو سره د بېلابېلو ناستو پر مهال له افغانستان سره د خپلو مرستو پر غځېدو ټينګار وکړ او له افغانستان سره د انګلستان د ملاتړ کوونکو د پراختيايي پروګرامونو په اړه يې خلکو ته معلومات وړاندې کړل.

دغه راز ياد پلاوي د ولسي تړون له لړۍ هم ارزونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، څو د باميانو خلک د ولسي تړون له ګټو برخمن شي.

کابل کې د انګلستان سفارت سياسي مستشار سايمن بايډن وويل: "موږ کابل کې د ملي يووالي حکومت سره  وخت تېروو، څو له خلکو سره په اړيکه کې واوسي، خلک له خپلو فعاليتونو خبر کړي او نن خوشحاله يو چې په سيمه ييزه توګه خلک د ولسي تړون له لارې د خپل وضعيت د ښه والي لپاره خپله منظم پلانونه تدوينوي او د دغو پروګرامونو پر ترسره کولو بوخت دي."

د ولسي تړون (Citizen Charter) لس کلن پروګرام د تېر کال په تلې مياشت کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو په ښارونو، کليو او بانډو کې د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه رامنځته شو.

دولتي چارواکو ويلي چې د ولسي تړون پروګرام د ملي پيوستون ځاى نيسي. د ملي پيوستون پروګرام د افغان دولت له مهمو پراختيايي پروګرامونو څخه بلل کېږي چې په ١٣٨٢ کال کې د کليو د پراختيا او پرمختګ په موخه رامنځته شوى دى.

د ملي پيوستون پروګرام د باميانو په ورس او پنجاب ولسواليو کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې پيل شوى چې په کې ٢٨١ شوراګانو خپل لومړيتوبونه او پراختيايي پلانونه په ګوته کړي او له دې وروسته به يې عملي چارې پيل شي.

په کابل کې د انګلستان سفارت وياند جيني جونز وويل چې هېواد به يې له افغانستان سره د ولسي تړون په چوکاټ کې د اقتصادي وضعيت ښه والي، بشردوستانه، روغتيايي برخو او... کې شپږ ميليونه پوڼده مرسته وکړي.

دغه راز هغه زياته کړه چې انګلستان به له افغانستانه دوامدار ملاتړ کوي او په پوځي برخه کې هم د ياد هېواد لسګونه سرتېري د افغان سرتېرو پر روزلو او له دوى سره د همکارۍ پر چارو بوخت دي.

د باميانو ولايت مرستيال محمد اصف مبلغ په افغانستان کې د انګلستان سفارت له مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې باميان ولايت اوسمهال د پرمختګ او پراختيا په حال کې دى.

هغه زياته کړه: "موږ د نړيوالې ټولنې ډېرې همکارۍ ته اړتيا لرو او هيله من يو چې نړيواله ټولنه په بېلابېلو برخو کې له باميانو او د دغه ولايت له خلکو سره مرسته وکړي."

دغه راز د انګلستان سفارت سياسي مستشار، د باميانو ولايت له محصلينو غوښتنه وکړه چې د ماسټرۍ لپاره د انګلستان هېواد د ماسټرۍ په پروګرام کې خپل نومونه ثبت او ګډون وکړي.

د باميانو پوهنتون مشرې معصومه خاورې، د افغانستان له پوهنتونونو سره د انګلستان د دوستانه فرهنګي اړيکو د ستاينې ترڅنګ وويل، چې افغان محصلين د تحصيلي بورسونو لېوالتيا لري او له دا ډول پروګرامونو هرکلى کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement