د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ مدني فعالان: له سياسي سولې، ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا ده

د بلخ مدني فعالان: له سياسي سولې، ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا ده

Sep 20, 2017 - 18:03

مزارشريف (پژواک، ۲۹ وږی، ۹۶) : د بلخ ولايت مدني فعالان وايي، افغان ټولنه له سياسي سولې وړاندې ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا لري.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۹مه، د بلخ مديوتيک په بلنه د سولې په تړاو هنري او فرهنګي پروګرام جوړ شوی و.

د دغه پروګرام ګډونوالو مدني فعالانو ټينګار کاوه چې خلک، مدني ټولنې او رسنۍ بايد اجتماعي سولې ته کار وکړي.

د خط نو څېړنيز مرکز مسوول قادر مصباح د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان ټولنه له سياسي سولې وړاندې اجتماعي سولې ته اړتيا لري.

نوموړي د ټولنيزې سولې په تړاو وويل: ((اجتماعي سوله له کورنيو پيل ده، همداسې د زده کړو لارې چارې، د يو بل منل او درک کول هغه څه دي چې موږ په ټولنه کې يو بل سره ګډ ژوند کولو ته هڅوي.))

د هغه په وينا، له ټولو وړاندې د خلکو، مدني ټولنو او رسنيو دنده ده چې په ټولنه کې د اجتماعي سولې لپاره کار وکړي.

مصباح وويل، سياسي سوله د افغان ټولنې دويم ضرورت دی، چې په دې برخه کې حکومتونه هڅه کوي او مسووليت يې دی.

خو يو شمېر مدني فعالان بيا د سياسي سولې په اړه هم هيله من وو.

د بلخ ميديوتيک کارکوونکي او مدني فعال شفېع رحيمي پژواک ته وويل، داسې انګېري چې وسله وال طالبان بايد له دې وروسته د سولې په اړه فکر  وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه، داسې بستر برابر کړای شوی چې وسله وال طالبان په کې جګړې ته نه ووايي او له شته ديموکراسۍ او ټاکنو له لارې خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.

خو مدني فعاله نصيبه رونق وايي، افغان ځوانان بايد له هر ډول حالت څخه د ځان جوړونې په برخه کې کار واخلي.

نوموړې پژواک ته وويل، دا مني چې که مطلق سوله نه شي راتلى، خو په افغان ټولنه کې څوک د نسبي سولې له شتون څخه هم سترګې نه شي پټولی.

د هغې په خبره، ځوانان بايد له همدې نسبي سولې څخه د خپلو وړتياوو په لوړېدو کې کار واخلي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

د ميديوتيک له خوا په نننۍ جوړ شوي پروګرام کې د سولې په تړاو د خبرو اترو تر څنګ سندرې واورول شوې او سټېج ډارمې هم وړاندې کړای شوې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement