د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مس عينک لوبـډلې د شپـږيزې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

د مس عينک لوبـډلې د شپـږيزې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

Sep 20, 2017 - 17:56

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦) : د کورني کرکټ د شپـږيزې شل اووريزو سياليو په يوه لوبه کې د مس عينک لوبډلې، بند امير ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو پاى ته لوبې ته لاره پيدا کړه.

د دغې لوبې پچه د بند امير لوبـډلمشر  راشد ارمان ګټلې وه، خو د توپوهنې بلنه يې د مس عينک لوبـډلې ته ورکړه.

د مس عينک لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٦٥ منډو هدف ورکړ، د دوى له لوري احسان الله ٤٣، بهرني لوبغاړي بورل ٣٨ او سبندا ٣٦ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د بند امير له لوري بهرني لوبغاړي چتارا  څلور لوبغاړي وسوځول.

د بند امير لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په شلم اوور کې په ١٤٠ منډو وسوځېدله او دغه راز د مس عينک لوبـډلې دا لوبه د ٢٤ منډو په توپير سره وګټله او د دغو سياليو پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د بند امير له لوري شاهدالله ٤٠ او رحمت شاه ٦٠ منډې جوړې کړې او د مس عينک له لوري ظاهر خان پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

له دغې ماتې سره سره د بند امير لوبډله يو بل چانس هم لري .

نن په د ويمه لوبه کې کابل بازانو بست ته په ماتې ورکولو سره به پاى لوبې ته د لار موندلو په موخه له بند امير سره لوبه کوي.

په دويمه لوبه کې لومړى د بست لوبـډلې توپوهنه وکړه او په شل اوورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو ١٣٤ منډې جوړې کړې، يواځې ګلبدين نايب ښه وځلېد او ٥٢ منډې يې جوړې کړې، د کابل بازانولوبډلې له لوري عبدالله مزاري، کريم جنت، کريم صادق او سيد عبدالله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کابل  بازانو لوبـډلې ياد هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله، کابل بازان به سبا د پاى لوبې لپاره له بند امير سره لوبه کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement