د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د طبي بوټو نندارتون جوړ شوى

په بدخشان کې د طبي بوټو نندارتون جوړ شوى

Sep 21, 2017 - 15:27

فيض اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د کرنې وزارت وايي چې په بدخشان ولايت کې د نباتي ناروغيو او افتونو د پېژندنې په موخه يې څېړنيزه سروې پيل کړې او له بلې خوا په دغه ولايت کې ٤٠ ډوله طبي بوټي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د بدخشان د کرنې رياست د نباتاتو ساتنې څانګې مشر انجنير عتيق الله شېرزاد، نن د کرنې رياست د بوټو ساتنې مسوولينو ته د دغو څېړنو د وسايل او بستو د وېش مراسمو کې وويل چې د سروې عملي کار  به دېر ژر د ولايت په ټولو ولسواليو کې عملي او تر يوه کال پورې بشپړ شي.

د بدخشان د کرني مشر انجنير محمد عالم عالمي وويل چې دا سروې د کرنيزو ناروغيو او افتونو پېژندنې لپاره ډېره مهمه ده؛ ځکه چې اوسمهال کرنيز افتونه او ناروغۍ، د بدخشاني کروندګرو عمده ستونزه ګڼل کېږي.

د يوه بل  خبر له مخې، په يوه بل يو ورځني نندارتون کې د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د ښځو د پياوړتيا مرکز له لوري څلوېښت ډوله طبي بوټي نندارې ته کېښودل شول.

په ياد مرکز کې د ښځو د نوښتونو برخې مشر احمدالدين فيضي وويل چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، کوم بوټي چې په ياد نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي، د ښځو له لوري را ټول شوي او پروسس شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement