د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملګري ملتونه: د افغانستان له دولت او خلکو سره به د دوامدار همکار په توګه پاتې شو

ملګري ملتونه: د افغانستان له دولت او خلکو سره به د دوامدار همکار په توګه پاتې شو

Sep 22, 2017 - 09:55

کابل (پژواک، ۳۱ وږى ۹۶): د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د سولې له بهير څخه د اړخيز ملاتړ ترڅنګ ژمنه کړې، چې د افغانستان له دولت او خلکو سره به د دوامدار همکار په توګه پاتې شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریس سره وکتل.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه کتنه کې چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د سولې او ثبات، تروریزم سره د مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

غني څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ارزونه پاى ته رسېدلې او د افغانستان حکومت د دغو اصلاحاتو هرکلی او ستاینه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي.

دى زياتوي: "موږ به د اصلاحاتو له لارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ترمنځ همغږي او د دوی  کاري موثریت زیات کړو."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement