د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سرو زرو بيه لوړه خو د بورې بيه راټيټه شوې ده

د سرو زرو بيه لوړه خو د بورې بيه راټيټه شوې ده

Sep 23, 2017 - 20:02

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د عربي سرو زرو او تېلو بيې لوړې شوې؛ خو د بورې بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د وږي مياشتې د ٢٥ نېټې په پرتله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٤٥ افغانۍ ٤٦ افغانيو او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه هم له ٤٥ افغانۍ ٤٦ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وويل، کابل ښار کې د تېلو د کمو وارداتو له امله د تېلو بيې لوړې شوې دي.

خو د اوبلن ګازو بيو کې کوم بدلون نه تر سترګو کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سيمې يوه ګاز پلورونکي شريف احمد وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوري.

د عربي سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ افغانۍ ٢٣٥٠ افغانۍ ته لوړه شوې، خو د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه د تېرې شنبې په څېر ١٨٥٠ افغانۍ ده.

د هغه په وينا، کابل ښار کې د سرو زرو بيو بدلون په نړيوالو بازارونو پورې تړاو لري.

د بورې بيه يوڅه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د وږي د ٢٥ مې نېټې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلوربيه؛ پاکستان کې د بورې بيې د راټيټېدو له امله له ١٩٢٠ افغانۍ ١٩٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو د هغه په وينا، نن د تېرې شنبې په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو عمده پلور بيه ١٨٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه ١١٦٠ افغانۍ او شپاړس ليټره خورشيد غوړي ١١٢٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل ښار منډوي يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو ګرام تور افريقايي چاى ٣٠٠ افغانۍ پلوري.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه خوراکه پلورونکي احمدولي پنجشېري وويل، چې نن ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٠٠٠ افغانۍ، ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړه ١٢٢٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستان سېله وريژې ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ دى.

د کابل ښار شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٠ افغانۍ دى.

د روان کال د وږې مياشتې په ٢٥ مه نېټه، د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤١ افغانۍ و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement