د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو د اروزګان ټول روغتيايي مرکزونه تړلي

طالبانو د اروزګان ټول روغتيايي مرکزونه تړلي

Sep 23, 2017 - 16:12

ترينکوټ (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله د مرکزي روغتون په ګډون د اروزګان ولايت ټول روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې لسګونه روغتيايي مرکزونه تړل شوي، خو نن د ولايت په مرکز کې د ولايت مقام په لس مترۍ کې د دغه ولايت مرکزي روغتون هم د خلکو پر مخ وتړل شو.

د دغه ولايت اوسېدونکي، ناروغان او د ولايتي شورا وکيلان پر دولت نيوکه کوي چې د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو په مخنیوي کې پاتي راغلي دي.

د ناني په نوم يوه ناروغ چې نن (د تلې لومړۍ نېټه) د ولايت مرکزي روغتون ته راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتون د مسوولينو له خوا ورته ويل شوي چې دوى فعاليتونه درولي او ناروغان نه ګوري.

د هغه په وينا، روغتون د طالبانو د ګواښونو له مله تړل شوى دى.

د ناني په وينا، دلته لسګونه نارينه او ښځينه ناروغان بستر وو، نن سهار ټول له روغتون څخه ايستل شوي دي.

د  ولايتي روغتون يو بل ناروغ نقيب الله پژواک اژانس ته وويل، طالبانو د ولايت مقام په لس مترۍ کې هم د دوى پر مخ روغتون وتاړه او ناروغان يې رخصت کړل.

د هغه په وينا، اوس مهال په ټول ولايت کې روغتيايي مرکز نشته چې ناروغان هلته ورشي او درملنه يې وشي.

د اروزګان د ولایتي شورا غړي هم د طالبانو له خوا د روغتیایي مرکزونو تړل د اندېښنې وړ بولي او پر طالبانو غږ کوي چې دغه روغتيايي مرکزونه پرانيزي.

د ولايتي شورا يوه غړي عبدالکريم کريمي پژواک  اژانس ته وویل، د ولایتي اداري ناتواني ددې لامل شو، چې طالبانو د ولايت په لس مترۍ کې هم روغتون وتاړه او ناروغان يې رخصت کړي دي.

د هغه په وينا، دا مهال په ټول ولایت کې روغتيايي مرکزونه د طالبانو له خوا تړل شوي  او دولتي چارواکې يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دى کړى.

د  اروزګان د ملکي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخی وايي، د طالبانو له وروستي اخطار وروسته يې نن سهار د ولايتي روغتون دروازه هم د خلکو پر مخ وتړل شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ستوتزه يې د ولایت له مقام او نورو مسوولينو سره څو ورځې مخکې شريکه کړې وه، خو هغه ورسره په دې برخه کې همکاري ونه کړه.

ډاکتر توخي د طالبانو له خوا د روغتون د تړلو کېدو لامل نه وايي، خو وايي چې نن سهار ورته طالبانو ويلي که روغتون ونه تړل؛ نو په تور لېست کې به داخل شي.

د ولايت مقام بيا په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه، که څه د اروزګان والي له خبريالانو سره د خبرو کولو ژمنه وکړه خو تر ساعتونو انتظار وروسته يې مرکې کولو ته زړه ښه نه کړ.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement