د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مرتضوي: حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلکه اراده لري

مرتضوي: حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلکه اراده لري

Sep 24, 2017 - 20:17

کابل (پژواک،٢تله٩٦):د ولسمشر د وياند د دفتر سرپرست د حکومت د لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل چې حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلکه اراده لري او ولسمشر به د خپلې کاري دورې په ختمېدو سره په سوله ييزه توګه واک سپاري.

د ولسمشر د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي، نن په کابل کې په خبري غونډه کې وويل چې د ملي يووالي حکومت په داسې حال کې خپل کار پيل کړ چې افغانستان له سختو شرايطو سره مخامخ و.

د هغه په وينا، هغه وخت د بودجې کسر ٤٠٠ميليون ډالر و،٤٠٠زره هغه کسان چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کاوه، وزګار شول او د بهرني سياست په برخه کې د امريکا له متحدو ايالاتو سره د افغانستان اړيکې په بد وضعيت کې وې.

هغه وويل: "په تېرو درېيو کلونو کې مو هره اونۍ لږ ترلږه يو کړکېچ تېر کړى، د ناانصافه قضاوتونو او تورونو شاهدان پاتې شوي يو، خو پيل شوې لار به په ټول ځواک سره دوام ولري."

مرتضوي دغه راز زياته کړه چې د درنو جرمونو څېړلو لپاره د قضايي او عدلي مرکز جوړېدل

له اداري فساد سره د مبارزې د مسودې جوړېدل، د بين الافغاني سولې بهير له لارې له حکومت سره د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوځاى کېدل، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون لاسليک کېدل، د څلور کلن امنيتي پلان جوړېدل  او نور د ملي يووالي حکومت تر ټولې مهمې لاسته راوړنې دي.

د هغه په خبره، له فساد سره د مبارزې ستراتيژي چې ډېر ژر به بشپړه شي او د حکومتي چارواکو د شتمنيو ثبتېدل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت تر ټولو مهم ګامونه دي.

بهرنى سياست

مرتضوي وويل چې د ملي يووالي حکومت په پيل کې له امريکا سره د افغانستان اړيکې په بد وضعيت کې وې؛ خو د هېواد ولسمشر په لومړي قدم کې د امريکا متحدو  ايالاتو سره د ستراتيژيکو ملګرتياوو تړون لاسليک کړ او ورپسې يې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې ټينګې کړې.

مرتضوي په  دې اړه د يوې پوښتنې په  اړه چې ايا حکومت له امريکا سره د ستراتيژيکې ملګرتيا د تړون له لاسليک څخه خوښ دى او که څنګه؟ وويل چې دغه هوکړه ليک د افغانستان او امريکا ترمنځ د ملګرتياوو پر بنسټ دى او له امريکا سره د افغانستان اړيکې تعريفوي.

هغه زياته کړه: "پر همدې بنسټ ده چې امريکا له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او دغه هوکړه ليک د دواړو هېوادونو په ګټه دى او له ترهګرۍ سره د مبارزې او په سيمه کې د سولې او ټيکاو د ټينګښت په لړ کې مهم دى."

امنيت

مرتضوي وويل: "د ملي يووالي حکومت په پيل کې د هېواد امنيتي وضعيت ټکنى و او ټولو د حکومت د سقوط خوبونه ليدل، خو نن وضعيت بدل شوى او ترهګرې ډلې چې شمېر يې له ٢٠ ډېر دى، له امنيتي ځواکونو سره د جبهه يي جګړې وړتيا نه لري، د جګړې بڼه يې بدله کړې، پر ملا، ښوونکي، جومات او ښوونځي بريد کوي. "

د مرتضوي په وينا، حکومت څلور کلن امنيتي پلان برابر کړى دى چې په پلي کېدو سره يې د هېواد  هوايي ځواکونه پياوړي کېږي.

نوموړي وويل، په دې برخه کې به شپږ ميليارده ډالر پانګونه وشي او افغانستان ته ١٥٠ چورلکې د را استول کېدو په حال کې دي.

د ده په خبره، د دغه پلان په تطبيق سره به په څلورو راتلونکو کلونو کې حکومت د هېواد پر اتيا سلنه خاوره مطلق حاکميت ولري.

اقتصاد

مرتضوي وويل: "په تېر وخت کې که يوه ورځ له پاکستان سره پوله تړل کېداى، خلک اندېښمنېدل او بيې لوړېدې؛ خو اوس زموږ پر مخ ډېرې لارې پرانيستې دي او په وارداتو او صادراتو کې هېڅ ډول ستونزه نه لرو."

د هغه په وينا، د منځنۍ اسيا هېوادونو سره خبرې اترې پيل شوې دي او د دې لپاره هڅې روانې دي چې چين د منځنۍ اسيا له لارې له افغانستان او ايران سره ونښلول شي.

هغه زياته کړه چې له ايران سره د افغانستان له لارې د چين نښلېدل په سيمه کې يوه مهمه ټرانزيټي موکه رامنځ ته کوي او افغانستان به د ډبرو صادراتو له لارې په کال کې ٤٠٠ميليون ډالره عوايد ولري.

سوله

د ولسمشر د وياند د دفتر سرپرست وويل: "موږ د سولې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو. د لومړي ځل لپاره د بين الافغاني سولې له لارې له انجنير ګلبدين حکمتيار سره يوې موافقې ته ورسېدو او دا په افغانستان کې يوه ډېره مهمه لاسته راوړنه ده. "

هغه زياته کړه چې د دولت له وسله والو مخالفينوسره د سولې خبرو اترو بهير روان دى.

ګومارنې او د بيان له ازادۍ څخه ننګه

مرتضوي وويل چې په حکومت کې د کسانو ګومارل د وړتياوو پر بنسټ کېږي او ډېر ژر به د ازادې سيالۍ پروسې له لارې  په حکومت کې ٦٠٠ بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګومارنو په شمول د حکومت په مختلفو برخو کې د پراخ فساد شتون په اړه راپورونه شته دي.

هغه د بيان ازادي او ورڅخه ملاتړ، د حکومت لومړيتوبونه وبلل او ويې ويل چې د خبريالانو د خونديتوب طرزالعمل جوړېدل، د رسنيو ستونزو او د خبريالانو دوسيو څېړلو په موخه د ولسمشر د دويم مرستيال په مشرۍ کمېټې جوړېدل هم د حکومت مهمې لاسته راوړنې دي.

هغه دغه راز له رسنيو د يوشمېر مالياتي جريمو معافېدل هم د حکومت يو مهم اقدام وباله.

د برېښنايي تذکرو وېشل، ټاکنې او د واک سوله ييز لېږد

مرتضوي وويل. د هغو تبليغاتو پر خلاف چې کېږي، حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره جدي اراده لري او تر اوسه پورې يې په دې اړه لسګونه غونډې درلودلې او هڅه کوي د ټاکنو ترسره کېدو لپاره له تمويلوونکو څخه مالي سرچينې ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ١٦مه ترسره شي.

مرتضوي زياته کړه: "د ولسمشر له خوا په سوله ييزه توګه د واک د لېږد فرهنګ به دود شي او ولسمشر وايي چې په اساسي قانون کې د ټاکلي وخته به يوه ورځ  هم ډېر خپل کار ته دوام ور نه کړم... د دغه پړاو په پاى کې قضاوت له خلکو سره دى. زه تمه لرم چې زموږ خلک به ښه قضاوت وکړي؛ ځکه زموږ خلک د ځينو سياسي څېرو پر خلاف چې غير منصفانه قضاوت کوي، باخبره او باانصافه دي. "

مرتضوي وويل، د برېښنايي تذکرو وېش چې له بندون سره مخامخ شوى و او سياسي ننګونې موجودې وې؛ خو اوس يې پر وړاندې هېڅ قانوني خنډ نشته او ډېر ژر به يې وېش پيل شي.

هغه د حکومت له کړنو څخه د خلکو د نارضايتۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "هغه غوښتنې چې خلک يې لري، د دوى حق دى، داسې چې خلکو غوښتل او حکومت غوښتل، ونه شول؛ خلک امنيت غواړي، ښه اقتصاد غواړي، کار غواړي؛ خو له بده مرغه د کالو کالو جګړې په دليل پر ځاى نه شول، د ګاونډيانو لاسوهنې، د شلو ترهګرو ډلو شتون زموږ په هېواد کې د ستونزو د دوام عوامل دي.  "

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement