د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل پر هوايي ډګر بريد د بريد ګرو په وژل کېدو سره پاى ته ورسيد

د کابل پر هوايي ډګر بريد د بريد ګرو په وژل کېدو سره پاى ته ورسيد

Sep 27, 2017 - 13:33

کابل(پژواک،٥تله٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل پر هوايي ډګر بريد کې يو تن وژل شوى او ١١ټپيان دي او دغه پېښه نن ماښام د ٣ وسله والو بريد کوونکو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېده.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا١١:٠٠بجې کابل ته د امريکا ددفاع وزير جيمز ماټيس او د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ له ناڅاپي سفر سره هممهاله رامنځ ته شوه.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب الله دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د بريد کوونکو له خوا د دوو راکټو په توغولو سره چې په يوه کور کې پټ شوي وو پيل شو.

د هغه په وينا، راکټ د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر سره نږدې د استوګنې پر يوه کور لګېدلي چې له امله يې يو تن وژل شوى او ١١نور ټپيان دي.

دانش زياته کړه چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوى.

د کورنيو چارو وزارت د وياند ددفتر سرپرست په وينا، بريد کوونکو چې د هوايي ډګر د نهمې امنيتي حوزې اړونده د يکه توپ سيمه کې په يوه کور کې ځاى پرځاى شوي وو، د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي او دغه پېښه د ماښام شاوخوا شپږ بجې پاى ته ورسېده.

دانش وويل چې ياد شوې پېښه د کورنيو او بهرنيو الوتنو د مخنيوي لامل نه ده شوې او الوتنې په عادي ډول دوام لري.

خو عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې له غرمې مخکې شاوخوا ١١بجې دوه راکټ د هوايي ډګر پر سيمه او دوه نور د کابل له نړيوال هوايي ډګر سره نږدې د هوا پېژندنې سيمې په باران کمپ کې لګېدلي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت په يوه خبرپاڼه کې دغه بريد غندلى او ويلي يې دي چې دا ډول بريدونه به د افغانستان له خلکو سره د يوه ودان، امن او باثباته هېواد لرلو په موخه د ملګرتيا لپاره د امريکا او د هغې د ملګرو هوډ او اراده بدله نه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement