د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په پنجوايي کې دوو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي

د کندهار په پنجوايي کې دوو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي

Sep 28, 2017 - 14:14

کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړولو کار پيل شو.

دغه ودانۍ د یادې ولسوالۍ په تلوکان او موشان سیمو کې جوړېږي.

د ودانیو د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکتر محمد عظیم زمریال، د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق او د ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکتر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنجوايي ولسوالۍ په موشان او تلوکان سیمو کې د دوو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو ټولټال ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

هغه زیاته کړه، په موشان سیمه کې د بشپړ روغتيايي مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۸،۴ میلیونه افغانۍ او په تلوکان سیمه کې د بنسټيز روغتیايي مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۴،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، د دغو دواړو روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړولو چارې به په دریو میاشتو کې بشپړې شي چې بېلابېلې څانګې، لابراتور او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

د ده په خبره، د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به د موشان او تلوکان سیمو شاوخوا ۱۲۰ زره وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د دغو روغتيايي مرکزونو له جوړېدو سره هم مهاله به پنجوايي ته څېرمه د ژیړۍ په حوض مدد سیمه کې هم يو بل روغتيايي مرکز جوړ شي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، روغتیايي خدمات د انسانانو له لومړیو اړتیاوو دي او ولایتي اداره هڅه کوي د دې ولایت ټولو اوسېدونکو ته دغه خدمات ورسوي.

هغه زیاته کړه، په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي مرکزونو له جوړېدو سره به د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو برخمن شي.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د دوو روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو پر جوړولو خوښ دي او له عامې روغتیا ریاست له چارواکو یې وغوښتل چې په کار پوه ډاکټران او روغتیايي پرسونل په کې په دندو وګوماري.

د موشان کلي یوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وویل، د موشان سیمې ټول خلک خوشحاله دي چې روغتیايي مرکز ورته جوړېږي، هغوی به نور اړ نه وي چې د درملنې لپاره کندهار ښار ته لاړ شي.

خو ده ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا ریاست او ولایتي اداره دې په دواړو روغتیايي مرکزونو کې مسلکي ښځینه او نارینه ډاکټران په دندو وګوماري څو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

ده او د دې ولسوالۍ نورو قومي مشرانو د روغتیايي مرکزونو تر څنګ د ښوونځیو لپاره د ودانیو او سړکونو پر جوړولو هم ټینګار وکړ.

د کندهار والي زلمي ویسا د خلکو د دې غوښتنو په ځواب کې وویل چې روغتیا او پوهنه د ټولنیز سیسټم اساسي پايې دي او دوی به هڅه وکړي د دې ولسوالۍ د ښوونځيو لپاره ودانۍ هم جوړې کړي.

هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د موشان او تلوکان سیمو لارې به هم په بنسټیزه توګه جوړوي.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement