Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې دوو عاشقانو ځان وژنه کړې

کندهار کې دوو عاشقانو ځان وژنه کړې

Sep 28, 2017 - 12:07

کندهار ښار (پژواک، ٦ تله ٩٦): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دوو ميننانو (هلک او نجلۍ) د زهرو خوړلو په وسيله  ځان وژنه کړې ده.

  د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ددې ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ياد شوې  ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي چې يو يې هلک او بله نجلۍ وه، زهر خوړلي  چې وروسته  د سيمې د اوسېدونکو لخوا ميرويس روغتون ته راوړل شوي وو.

د نوموړي په وينا، وروسته دواړو په روغتون کې ساه ورکړه.

د امنيه قوماندانۍ وياند ددې پېښې د لامل په اړه ډېر معلومات  نه لرل، خو د سيمې د اوسېدونکو په حواله وايي، چې دوى دغه کار  په مينه کې تر ناکامۍ وروسته کړى دى.

د صادق الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکى وايي چې هلک او نجلۍ سره ميننان وو، خو کورنيو يې له واده سره مخالفت درلود.

د نوموړي په وينا، وروسته له هغه چې دوى ناهيلي شول، نو د زهر خوړلو له لارې يې ځانوژنه وکړه.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement