د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني پر حسینیه جومات ځانمرګی برید وغانده

ولسمشر غني پر حسینیه جومات ځانمرګی برید وغانده

Sep 29, 2017 - 16:38

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۶): ولسمشر غني په کابل کې پر لمونځ کوونکو ځانمرګی برید غندلی او وايي چې دغه کار د دښمن بشري ضد ماهیت ثابتوي.

ولسمشر د یاد برید دغه غندنه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې کړې ده.

نن شاوخوا دوه بجې د کابل ښار د قلعه فتح الله پر اووم سړک د حسینیه جومات مخې ته ځانمرګي برید کې پنځه کسان ووژل شول او شل نور ټپیان دي.

ولسمشر ویلي، د افغانستان د خلکو  مذهبي یووالی او پیوستون په نړۍ کې یوه بېلګه بلل کېږي او تروریستان باید پوه شي چې د دوی دیني او بشري ضد کړنې د افغانستان د مسلمان ملت په همفکرۍ او یووالي هېڅ منفي تاثیر نه کوي، بلکې هره ورځ زموږ د ملت اتفاق او اتحاد لا پیاوړی کېږي.

د هغه په وینا چې واحد افغان ولس په یو غږ د ترهګرو د نابودۍ په اړه خپله کرکه او د ملي یووالي حکومت  دټینګښت په اړه خپل ملاتړ  څرګندوي او زیاتوي، هېڅ ډله یا هېواد نه شي کولای د تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره خپلو شومو او نامشروع موخو ته ورسېږي.

غني ویلي: ((زموږ مسلمان ولس به د خپلو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او همکارۍ د تېرو کلونو په پرتله د عاشورا مراسم په پرتمین ډول ونمانځي او د دین د یرغمل کوونکو یوې کوچنۍ ډلې ته به تسلیم نه شي.))

ولسمشر غني د نننۍ پېښې د غندلو پر مهال چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement