د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان پر چورې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه شوي

د اروزګان پر چورې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه شوي

Sep 30, 2017 - 11:41

ترينکوټ (پژواک،٨ تله ٩٦): وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهيسې د اروزګان پر چورې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

 

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي؛ نو دا ولسوالي به سقوط وکړي.

 

د چورې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله وال طالبان د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ تر ودانيو رسېدلي او سخته جګړه هم د ولسوالۍ په بازارکې روانه ده.

سرچينه وايي، طالبانو د ولسوالۍ پر ټولو سړکونو ماينونه ځای پر ځای کړي او د خلکو د تګ لارې  يې هم تړلې دي.

 

د اروزګان د ولايتي شورا رييس امير محمد بارکزی هم وايي چې طالبانو پر دغې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه کړي او تر دولتي ودانيو يې ځانونه رسولي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه ولسوالۍ له سخت امنيتي ګواښ سره مخ ده او په ولسوالۍ کې شته عام اوسېدونکي  کلابند شوي دي.

د نوموړي په وينا، که چېرې دغې ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ونه لېږل شي، نو ډېر ژر به د وسله والو لاس  ته ولوېږي.

 د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان اسدالله ډله ييز بريدونه مني، خو وايې چې د سقوط هېڅ وېره نشته او له  طالبانو سره اوس مهال جګړه روانه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل،په روانه جګړه کې تر دې مهاله ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نورټپيان دي .

دى وايي،دغه راز يو پوليس هم وژل شوى او درې نور ټپيان دي .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement