د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني ټولنو له فساد سره د مبارزې ملي کړنلاره رد کړه

مدني ټولنو له فساد سره د مبارزې ملي کړنلاره رد کړه

Sep 30, 2017 - 18:28

کابل(پژواک، ٨ تله ٩٦): د افغانستان د روڼتيا څارسازمان او ځينو نورو مدني ټولنو له فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژي تصويب د حکومت د ژمنو خلاف وباله او ټينګار يې وکړ چې که   حکومت د فساد له منځه وړلو اراده لري، بايد له فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسيون جوړ کړي.

د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له مخې، له فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژي د تلې په ٦مه نېټه د ولسمشر غني په مشرۍ د قانون حاکميت عالي شورا په ناسته کې تصويب شوه.

د يوه بل راپور له مخې، د روان کال د وږي په ٢١مه مدني ټولنو په يوه خبري ناسته کې له حکومت  څخه غوښتي وو چې له فساد سره  مبارزې ملي ستراتيژي له تصويب وړاندې دې له فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسيون ددغې کړنلارې د جز په توګه  ومني.

د افغانستان د روڼتيا څار ټولنې مشر سيد اکرام افضلي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته چې د نورو بنسټونو غړي هم په کې وو، وويل چې حکومت درې کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې له فساد سره د مبارزې لپاره يو خپلواک کمېسيون جوړوي.

هغه زياته کړه:((د مدني ټولنې له پر له پسې عدالت غوښتنې سربېره هم حکومت پاملرنه نه ده کړې او خپلې ژمنې يې ماتې کړې دي. دا ستراتيژي مدني ټولنې ته چې په دې برخه کې کار کوي، د منلو وړ نه ده او موږ يې ردوو، غواړو چې په جديت سره خپلې ژمنې پوره کړي او په دې برخه کې عملي اقدام وکړي، له دې پرته به له فساد سره مبارزه يوازې يو شعار وي.))

نوموړي وويل که حکومت يې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، د عدالت غوښتنې هڅو ته به دوام ورکړي:((له دې غوښتنې نه تېرېږو، له حکومت نه په جدي توګه غواړو چې له فساد سره د مبارزې کمېسيون دې د جاکارتا اصولو ته په پام سره رامنځته کړي، له دې پرته  دې ځان له مدني ټولنې سره تقابل ته چمتو کړي.))

هغه وويل چې د حکومت دا کړنه څرګندوي چې له فساد سره د مبارزې جدي اراده نه لري.

 د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مرستيال ګل احمد مددزي هم په نننۍ ناسته کې وويل چې له فساد سره د مبارزې ستراتيژي تصويب ددې څرګندونه کوي چې حکومت له فساد سره د جدي مبارزې اراده نه لري.

هغه زياته کړه چې که حکومت له اداري فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسيون جوړ نه کړي، له فساد سره د مبارزې خوځښتونه به بې پايلې وي او اداري فساد به لا زيات شي.

د سولې او ديموکراسي برابري بنسټ غړي خان زمان مدبر هم په نننۍ ناسته کې له حکومته وغوښتل چې د مدني ټولنې غوښتنې دې کمې نه ګڼي، په خپلو ژمنو دې عمل وکړي او د حکومت دا کړنه څرګندوي چې له فساد سره د مبارزې اراده نه لري.

هغه زياته کړه:((له مدني بنسټونو سره تر سره شوې ناستې ننداريزې وې، د مدني ټولنو غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوې، ځکه خو ويلى شو چې له اداري فساد سره به د مبارزې پروګرامونه مثبتې پايلې ونه لري.

د ولسمشر د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته ووويل چې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژي د ولسمشر غني په مشرۍ د قانون حاکميت عالي شورا ناسته کې تصويب شوې او د دې ستراتيژي پر بنسټ مدني بڼسټونه کولى شي چې له اداري فساد سره د مبارزې پروګرامونو څخه په جدي ډول څارنه وکړي.

هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر سيد اکرام افضلي هم حاضر و او په ناسته کې يې هېڅ کوم وړانديز او نيوکه نه درلوده.

نومړي وويل چې د ستراتيژي له تصويب وړاندې، حکومت له بېلابېلو مدني ټولنو سره ناستې درلودې او په دې اړه يې د هغوى نظرونه اخيستي دي.

هغه د مدني ټولنو د نن ورځې نيوکه نا مسلکي وبلله.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement