د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ښار کې د غوړيو او بورې بيې راټيټې شوې دي

کابل ښار کې د غوړيو او بورې بيې راټيټې شوې دي

Sep 30, 2017 - 18:24

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې او غوړيو بيې راټيټې شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل،  نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلوربيه له ١٩٠٠ افغانۍ ١٨٢٠ افغانۍ او د ١٦ ليتره خورشيد غوړيو بيه له ١١٢٠ افغانۍ ١١٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د يادو توکو بيې د پاکستان په بازارونو کې د بيو د راټيټېدو له امله په کابل ښار کې هم راټيټې شوې دي.

خو هغه وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريجو بيه ١٨٥٠ افغانۍ او پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه ١١٦٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل ښار منډوي يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې  ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې يوه خوراکه پلورونکي احمدولي وويل، چې نن ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٩٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه ١٢٢٠ افغانۍ، ١٦ ليتره خورشيد غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريجې ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ دى.

د سون توکو بيو هم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه ٤٦ افغانۍ او د يوه ليتر پټرول تېلو بيه هم ٤٦ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په کلوله پشته کې يوه ګاز پلورونکي شريف احمد وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٠ افغانۍ وه.

د سرو زرو بيې هم له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٠ افغانۍ دى.

د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٦٨،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٠ افغانۍ و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement